1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا ته تر زرو ډېر پناه غوښتونکي رسېدلي

۱۴۰۱ مرداد ۳, دوشنبه

له ايټاليا څخه تازه رپوټونه وايي چې تر زرو ډير مهاجر يوازې د څو ساعتونو په جریان کې دغه هيواد ته رسيدلي او په سلونو نور په سمندر کې ژغورل شوي دي. ايټالیا وايي د روان میلادي کال له پيل تر اوسه ۳۴ زره مهاجر ور رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4EaV5
Italien | Ankunft von Migranten in Messina
انځور: Carmelo Imbesi/Zuma/picture alliance

په رپوټونو کې د دغو غیرقانوني مهاجرو او پناه غوښتونکو د غیرقانوني سفر مبدا تونیس او لیبيا هیوادونه ښودل شوي دي. د ايټالوي منابعو په خبره، په لامپدوزا  جزیره کې د هستوګنې کوم ځای چې د مهاجرو له پاره په نظر کې نيول شوی یوازې د ۳۰۰ کسانو له پاره امکانات لري، خو په حاضر وخت کې ۱۲۰۰ مهاجر پکې ساتل کيږي.

په مديترانې سمندرګي کې د SeaWatch «سې واچ» په نوم ژغورنې يوې غیردولتي موسسې وويل چې دوی په سمندر کې د څو عملیاتو په نتيجه کې مجموعاً ۴۲۸ مهاجر ژغورلي دي. دغې موسسې پر ټويټر ليکلي دي چې په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د ښځو په ډله کې يوه ېې د نهو میاشتو حمل لري او یو بل کس ناروغ دی چې شدیده سوځېدنه لري.

یوې بلې مرستندويه موسسې بیا ويلي دي چې ۸۷ مهاجرو ته نجات ورکړي. دغې موسسې ويلي چې دغه مهاجر په داسې یوه بادي کښتۍ کې سپاره ول چې د دغه شمیر کسانو ظرفیت ېې نه درلود.

په حاضر وخت کې په سلونو ژغورل شوي مهاجر د انتظار په حال کې دي تر څو وچې ته د ښکته کیدو جواز ترلاسه کړي.

ايټالوي ساتونکو نژدې ۷۰۰ مهاجر ژغورلي او پنځه مړي ېې موندلي

Italien | Ankunft von Migranten in Messina
د ايټالیا حکومت وايي د روان میلادي کال له پيل تر اوسه ۳۴ زره مهاجر ور رسېدلي دي انځور: Gabriele Maricchiolo/NurPhoto/IMAGO

ايټالیا د کورنيو چارو وزارت وايي د روان کال له پیل راهیسې ۳۴زره مهاجر د مدیترانې سمندرګي له لارې ايټالیا ته رسېدلي دي چې د تیرو دوو کلونو په پرتله ېې شمیر زیات شوی دی. دغه وزارت وايي چې د تيرکال په همدې موده کې ايټالیا ته ۲۵زره او ۵۰۰ مهاجر رسېدلي ول.

د دوبي په موسم کې چې په سمندر کې هوا او شرایط مناسب وي د ايټالیا پر لور د مهاجرتونو لړۍ چټکه کيږي، خو په سږني دوبي کې دغه بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې ايټالیا انتخابات په مخ کې لري او تمه ده چې ښي اړخي سخت دريځه واک ترلاسه کړي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ د مدیترانې سمندرګې لار، د نړۍ په سطحه د مهاجرتونو تر ټولو سخته لاره بولي. د دغې ادارې د اټکل له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه په دغې لار کې لږ تر لږه ۹۹۰ کسان مړه او یا لادرکه شوي دي.

په ورته وخت کې ايټالوۍ ورځپانۍ  La Sicilia «لا سيسیلا» وايي چې تازه په سلونو مهاجر په لويو او حتی کوچنیو بادي کښتيو کې د ايټاليا لامپدوزا جزيرې ته انتقال شوي دي. خبرځای زیاتوي د ېوې ښځې په ګډون څلور تونسیان شپه مهال وروسته له هغې چې د تونس او ايتاليا ټاپوګانو ترمنځ سمندري سرحدي ساحې څخه واوښتل، وتښتیدل.

لاسیسل ورځپاڼې همدارنګه ويلي دي چې ساحلي ساتونکو د يوې ۱۳متره اوږدې کښتۍ مخه نیولې چې پکې ۱۲۳ مهاجر سپاره ول. زیاته شوې چې په کښتۍ کې سپاره کسان د پاکستان، بنګله دېش، مصر او سوډان څخه دي چې د ليبیا د زاویه ښار څخه ېې حرکت کړی وو.