1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اټکل کیږي د طالبانو ترمنځ جگړه کي ۲۰۰ کسان وژل سوي

۱۳۹۴ اسفند ۲۱, جمعه

د هرات ولايت چارواکو د معلوماتو له مخي د دغه ولايت په شنډنډ ولسوالۍ کي د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ جگړه کي آتکل کیږي چي تر ۲۰۰ پوري انسانان وژل سوي وي. جگړه له څو ورځو راهيسي روانه ده.

https://p.dw.com/p/1IBRR
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د هرات ولايت وياند د پنجشنبې په ورځ ماښام خبريالانو ته ويلي دي چي د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ له دوشنبې ورځي راهيسي پيل سوې جگړه کي د اټکل له مخي تر ۲۰۰ پوري انسانان وژل سوي دي.

د راپورونو له مخي په دغه جگړه کي ملکي کسان هم وژل سوي او کورونه چور سوي دي. خو د مرگ ژوبلي په اړه تر اوسه پوري لا دقيق معلومات نسته.

دغه جگړه د دوشنبې ورځي راهيسي د شنډنډ ولسوالۍ په زېرکو سيمه کي د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ پيل سوې ده. جگړه د ملا صمد د جنگياليو چي په ملا اختر محمد منصور پوري اړه لري او د ملا ننگيال ډله چي په ملا محمد رسول پوري اړه لري، پيل سوې ده.

دوې ورځي دمخه داسي راپورونه هم ول چي گويا ملا ننگيال له خپلو جنگياليو سره افغان امنيتي ځواکونو ته تسليم سوی دئ.

پخپله طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه رسينو ته هيڅ هم نه دي ويلي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر تر مړني وروسته ځينو طالبانو خپل مشر ملا اختر محمد منصور وټاکه او ځینو ئې مخالفت وکړ.

څو مياشتي مخکي په فراه ولايت کي د طالبانو يوې ډلي خپل مشر ملا محمد رسول معرفي کړ او ملا منصور ئې د بهرنيانو نوکر وباله. دوی ملا منصور د ملا عمر د مړني خبر په پټېدو کي گرم وباله.