1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: دوو چاودنو کې ۸۴ کسان وژل شوي او ۲۸۴ ژوبل دي

۱۴۰۲ دی ۱۴, پنجشنبه

د ایران کرمان ولایت کې له خونړي برید یوه ورځ وروسته د دغه هېواد د بېړنیو پېښو څانګې یا اورژانس د مرګ، ژوبلې شمېرو ته کتنه کړې ده او د وروستیو مالوماتو له مخې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۴ د ټپیانو شمیر بیا ۲۸۴ کسان ښوول شوی.

https://p.dw.com/p/4aqsO
Iran Kerman Bombenanschlag
انځور: Mahdi K. Ravari/Mehr News/AP/dpa/picture alliance

پرون تر چاودنې وروسته ایراني رسنیو او چارواکو د تلفاتو په هکله مختلفلې شمیرې وړاندې کولې. دغو چاودنو کې دایراني چارواکو په حواله د د وژل شویو او ټپيانو شمېر لوړ ښودل شوی و. د ایرنا دولتي خبري اژانس د پنجشنبې پر ورځ وروستۍ شمېرې د ایران د بېړنیو پېښو د ملي مرکز د مشر جعفر میادفر له قوله خپرې کړي دي.

دولتي رسنیو په لومړیو کې د مړو کسانو شمېر ۱۰۳ ښودلی و؛ خو د ایران د روغتیا وزیر څو ساعته وروسته وویل، دغو چاودنو کې ۹۵ کسان وژل شوي دي.

ایران له دغو پېښو وروسته اسرائیل او امریکا ته د پړې ګوته نیولې ده. ایرانیو چارواکو دا«یوه ترهګریزه پېښه» یاده کړې ده. دغه چاودنې د چهارشنبې پر ورځ د ایران کرمان ولایت کې د قاسم سلیماني د تدفین ځای ته نیږدې شوي دي.

تر دې دمه د اروپايي ټولنې او المان په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو دغه پېښه غندلې ده. دا د ایران اسلامي جمهوریت ۴۵ کلن تاریخ کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی دی.