1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين ته د اردوغان سفر

۱۴۰۲ آبان ۲۶, جمعه

ټاکل شوې ده چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان، نن د جمعې په ورځ په برلين کې د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ، سره وګوري. دواړه لوري به په غزه کې د حماس او اسرائيل ترمنځ جګړې په هکله خبرې ولري.

https://p.dw.com/p/4Z1M5
د آرشیف انځور - د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان (ښي لور) د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ سره
د آرشیف انځور - د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان (ښي لور) د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ سرهانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

په پام کې ده چې اردوغان به په دغه سفر کې د شولڅ تر څنګ د آلمانله ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر، سره هم وګوري. دوی به په داسې حال کې د اسرائيل او حماس پر جګړې خبرې وکړې چې دواړه ملکونه د دغې جګړې په تړاو جلا دريځونه لري.

اردوغان چې د روان کال د مې میاشتې په انتخاباتو کې بيا د ترکيې ولسمشر شو، د شولڅ په بلنه آلمان ته سفر کوي.

که څه هم ترکيه د یوه مخکښ همکار هيواد په توګه په نظر کې نه نيول کيږي، خو بیا هم څرنګه چې په دغه هيواد کې تر درو ميليونو ډېر ترکان ژوند کوي، د آلمان له پاره یو مهم شريک ګڼل کيږي.

ترکيه همدارنګه د ناټو سازمان غړی دی او اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو په کنټرولولو کې هم مهم دی، اما له دې ټولو سره په وروستیو کلونو کې د دواړو لورو ترمنځ د مختلفو مسئلو پر سر اختلافات هم رابرسېره شوي دي.

په برلین کې د جمعې ورځې کتنه په داسې وخت کې کيږي چې په غزه کې د اسرائيل او حماس جګړې په هکله د آلمان او ترکيې په نظرونو کې خورا ډېر توپیر شته دی.

شولڅ او اردوغان به په داسې حال کې د اسرائيل او حماس پر جګړې خبرې وکړې چې دواړه ملکونه د دغې جګړې په تړاو جلا دريځونه لري
شولڅ او اردوغان به په داسې حال کې د اسرائيل او حماس پر جګړې خبرې وکړې چې دواړه ملکونه د دغې جګړې په تړاو جلا دريځونه لريانځور: Ali Jadallah/Anadolu/picture alliance

آلمان د اسرائيل یو وفادار متحد دی او په غزه کې ملکي افرادو ته د مرستو رسولو په خاطر د اوربند وړانديز ته ېې مخالف نظر ورکړی دی. خو په غزه کې د بشري مرستو رسولو له پاره یې په جګړه کي د وقفې ږغ کړی او هڅه کوي چې سيمې ته د غزې جګړې له پراخېدو مخنيوی وکړي.

اردوغان بیا د آلمان بر خلاف، د اسرائيل په هکله شديد دريځ لري. هغه د چهارشنبې په ورځ اسرائيل یو «تروریستي دولت» وښود چې د غزې او د ټولو اوسيدونکو د لمنځه وړلو قصد لري. اردوغان حماس د «مقاومت جنګيالي» ښودلي چې په خبره ېې د خپلو خلکو او هېواد د ساتنې هڅه کوي. اسرائيل، امریکا متحده ایالات او اروپايي اتحادیه بیا حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.

د آلمان صدراعظم د روانې اوونۍ په سر کې، د اردوغان د څرګندونو په هکله وپوښتل شو. هغه پرته له دې چې د اردوغان نوم واخلي وويل چې دا او دې ته ورته نورې څرګندونې د آلمان په ګډون د ټولې نړۍ سياستوال په وحشت کې اچولي، خو دا ېې وويل چې «هلته د اسرائيل په هکله مطرح شوي تورونه بې معنی دي.»

د آلمان صدراعظم د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته وويل چې له اردوغان سره خبرې به ېې پر مختلف ليدلوري د یو بحث په ګډون وي. شولڅ زیاته کړه اړینه ده چې هر څه واضح وي او موږ به خپل ځان ته یو ډېر روښانه دريځ جوړ کړو.

اسرائيل تېره میاشت له ترکيې څخه خپل ديپلوماتان وروسته له هغې وروغوښتل چې ترکيې اسرائيل په جنګي جرمونو تورن کړ. تر هغه وروسته ترکيې هم له اسرائيله خپل سفير وروغوښت.

(AP)mks/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل