1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیلد: په آلماني ادارو کې نور جاسوسان هم شته

مسعود جهش (AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۳ تیر ۲۲, یکشنبه

آلمانۍ «بیلد» ورځپانې ویلي دي چې امریکا متحده ایالاتو د آلمان په بیلابیلو آلماني وزارتونو څو تنه جاسوسان گومارلي وو. تر دې مخکې صدراعظمې میرکل ویلي وو چې شک لري، امریکا به خپلې جاسوسۍ ته د پای ټکی کیږدي.

https://p.dw.com/p/1Cc42
انځور: picture-alliance/dpa

دغې ورځپاڼې ویلي دي چې دا جاسوسان د آلمان د دفاع، پرمختیا، اقتصاد او کورنیو چارو په وزارتونو کې گومارل شوي دي. دغه خبره د یو شمیر امریکایي اسخباراتي سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، شوې ده.

دا چې د امریکا استخباراتي اداره CIA ولې د آلمان د پرمختیا له وزارت سره لیوالتیا لري ښایي له دې نظریې پورې تړلې وي چې د آلمان استخباراتي اداره BND له دغه وزارت څخه د خپلو عملیاتو د پرمخ وړلو په برخه کې کار اخلي.

بیلد ورځپاڼې روښانه کړې ده چې د اوسني وضعیت له کبله دغه جاسوسان له خپلو امریکایي همکارانو سره په اوسني وخت کې لیدنې نه کوي.

«بنسټیز متفاوت نظرونه»

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، له ZDF تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې امریکا او آلمان په دې برخه کې چې استخباراتي ادارې باید څرنگه خپل فعالیتونه پر مخ یوسي «د نظر بنسټیز اختلافات» لري. هغې ټینگار وکړ چې متحدین باید یو پر بل باندې څارنه و نه کړي خو روښانه یې کړه چې پر دې موضوع باندې د واشنگټن قانع کول ښايي یو ستونزمن کار وي.

میرکل وویل چې پر اختلافاتو سربیره به هم آلماني استخباراتي ادارې له امریکا سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي: «آلمان د ترهگرۍ ضد عملیاتو او په نورو برخو کې له همکاري څخه گټه ترلاسه کوي.»

امریکا له استخباراتي فعالیتونو پښیمانه نه پریښي

آلمان د پنجشنبې په ورځ په دې هیواد کې د CIA له مشر څخه وغوښتل چې له آلمانه ووځي. یوازې په تیرو دوو اوونیو کې آلمان په خپلو ادارو کې دوه امریکایي جاسوسان پیژندلي دي.

په لومړۍ پیښه کې د آلمان د استخباراتي ادارې یوه غړي امریکا ته یو شمیر پټ اسناد په ۳۴۰۰۰ ډالرو پلورلي دي. دغه کس په جاسوسۍ باندې اعتراف هم کړی دی. په دویمه پیښه کې بیا د آلمان د دفاع وزارت یو غړی د خیانت په تور پوښتل شوی دی. دغه کس پر هغه باندې لگیدلی تور رد کړی دی.

داسې ښکاری چې امریکا متحده ایالات پر آلمان باندې له خپلې احتمالي څارنې پښیمانه نه وي. د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي دي چې هیوادونه له هغو استخباراتي فعالیتونو چې د ملگرو په واسطه یې په خاوره کې کیږي خبر وي. دې ویاند ټینگار کړی دی چې د استخباراتي مسایلو په اړه بحثونه باید د رسنیو پر وړاندې و نه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب