1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر دوو میلیونو ډیر افغانان له رواني ناروغیو کړیږي

۱۳۹۶ فروردین ۲۱, دوشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي دي چې تر۲،۲ میلیونو ډیر افغانان له ژور خپگان يا ډیپریشن او انزايتي يا اضطراب ناروغیو کړیږي.

https://p.dw.com/p/2ayNV
Bildergalerie Psychisch Kranke in Afghanistan
انځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

په خپره شوې بیانیه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې مشر ریچارد پیپرکورن، له قوله راغلي دي چې دا یوازي یو اټکل دی او اصلي شمیر ښايي تر دې ډیر لوړ وي. په افغانستان کې په رواني ناروغیو باندي د اخته کسانو په اړه دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته.

د نړۍ د روغتيا سازمان وروستي اټکلونه ښيي چې تر یوه میلیونه ډیر افغانان په ژور خپگان یا ډیپریشن او ۱،۲ میلیونه نور بیا په انزایتي يا اضطراب اخته دي.

په افغانستان کې د رواني ډاکټرانو او تراپیستانو شمیر ډیر کم دی. دغه هیواد اوس هم په نړۍ کې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې یو له ډیرو وروسته پاتو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز، ویلي دي چې دې وزارت په وروستیو کلونو کې ۷۰۰ رواني مشاورین او ۱۰۱ رواني ډاکټران روزلي دي. د دوې له ډلې څخه ۳۰۰ یې همدااوس په دولتي روغتیایي ادارو کې په کار بوخت دي.

خو پیپرکورن دغه شمیر کافي نه بولي. هغه ویلي دي: «په افغانستان کې د رواني روغتیا د ملاتړ په موخه لا ډیرې پانګونې ته بیړنۍ اړتیا موجوده ده.»

 

زموږ له ارشيف څخه: