1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا حکومتي ادارې یو ځل بیا تړل شوي، خو څنګه؟

۱۳۹۶ دی ۳۰, شنبه

د شنبې په ورځ د امریکا دولتي ادارې وروسته له هغې وتړل شوې چې د امریکا په سنا کې د حکومت د موقت مالي تمویل له پاره د رایې اچونې پر تصویب سره سلا نه شول.

https://p.dw.com/p/2rCc7
USA Kapitol in Washington | Abstimmung Haushaltssperre
انځور: Getty Images/A.P. Bernstein

د سنا په اړونده ناسته کې زیاتره دموکراتانو او ځینو جمهوري غوښتونکو د بحث د پای ته رسولو او د حکومت له پاره د راتلونکو څو میاشتو له پاره د لنډ مهاله مالي لایحې د رایې اچولو د پرمختګ پر ضد رایه ورکړه. د رایې اچوونې دغه لړۍ د شپې ناوخته پر یوه داسې مسودې پلان شوې وه چې وړاندې د امریکا د استازو د جرګې لخوا تصویب شوې وه.

د دې پرمختګ ناکامیدل په دې معنی دي چې ولسمشر ترمپ واک ته د رسیدو دقیقاً یو کال پداسې حال کې نمانځي چې په وروستیو پنځو کلونو کې د لومړي ځل له پاره ورته تړل شوی حکومت ور پاتې دی.

جمهوري غوښتونکي چې سپینه ماڼۍ او د امریکا د کانګریس دواړه خونې یې په کنترول کې دي، داسې بریښې چې پر دموکراتانو باندې د خرابکارۍ د تور لګولو د هڅې سربیره د حکومت د تړل کیدو له امله د راولاړو شوو ستونزو د مسوولیت ګاللو ته چمتو دی.

تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې د فدرال حکومت دغه بندیدل به څومره دوام وکړي. د ۲۰۱۳م کال په ترڅ کې د حکومت دغه راز تړل کیدو ۱۶ ورځې دوام وکړ. بل لوري ته بیا د سپینې ماڼۍ د بودیجې مشر مایک مولویني خبریالانو ته د رایې تر ناکامۍ وړاندې ویلي وو چې «داسې ښه فرصت هم شته چې ګواګې دغه څه [د حکومت تړل کیدل] به مخکې له دې چې د دوشنبې په ورځ ادارې کار پیل کړي، بیرته سم شي.»

د لنډې مودې له پاره د حکومت تړل کیدل به ډیر کم اغیز ولري، په ځانګړې توګه که دغه تړل کیدل یوازې د اونۍ په اخرو ورځو [د شنبې او یکشنبې] په ورځ ترسره شي.

د حکومت د تړل کیدو سربیره، د امریکا فدرالي خدمتونه او ټول هغه پوځي عملیات چې اړین دي، ادامه پیدا کوي خو تر دوشنبې ورځې پورې که چیرته په دې هکله پریکړه ونشي، په دې صورت کې په زرهاوو دولتي کارکوونکي له دندو رخصتیږي او مالي امتیاز نه ترلاسه کوي.

د امریکا ولسمشر څومره قدرت لري، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: