1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترانس جندره مهاجره: په افغانستان کې هر شیبه د مرګ ګواښ وو

۱۳۹۶ شهریور ۳۰, پنجشنبه

په افغانستان کې ترانس جندر وګړي له ډیرو ټولنیزو او امنیتي ستونزو سره مخامخ دي. له هغوی څخه یوه یې چې اوس آلمان ته مهاجره شوې وایي چې افغان ترانس جندر وګړي له کورنیو تاوتریخوالي، وژنو او جنسي تیریو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2kQct
Transgenderprobleme in Afghanistan
انځور: privat

افغانستان یو محافظه کاره اسلامي هیواد دی چې د همجنسګرايي او ترانس جنسیتي موضوعګانې تابو، د اسلام او ټولنیز اخلاق خلاف بولي او ورته یې سزا تعین کړې ده. له همدې کبله دغه شان کسان له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي. که څه هم هغوی اړ دي چې په ټولنه کې خپل هویت پټ وساتي، خو کله چې په خپله وړوکې نړۍ کې وي، نو که د یو شیبې له پاره هم وي خپل ژوند په خپله خوښه کوي.

یوه افغانه ترانس جندره چې له افغانستان څخه آلمان ته مهاجره شوې وايي چې له وړوکي توبه یې د بدن جوړښت هلکانو ته ورته وو، او کورنۍ یې هم غوښتل چې له هغې یو هلک جوړ شي. خو دا روښانوي چې پخپله یې غوښتل نجلۍ اوسي، د نجونو جامي واغوندي او ځان سینګار کړي.

Transgenderprobleme in Afghanistan
انځور: privat

هغې خپل نوم شکیرا، ایښی دی، د ښځو جامي اغوندي، ارایش کوي او په دې شان کې په آلمان کې له خپل ژوند خوند اخلي. هغه وایي چې په افغانستان کې ډیر همجنسبازان او ترانس جندران موجود دي خو نه شي کولی خپل هویت افشا کړي.

هغه چې نه غواړي اصلي نوم یې بربنډ شي وايي: «څلور یا پنځه میاشتې کیږي چې زه تل فیشن کوم او د ښځو جامې اغوندم. آن په ښونځي او د کار په جریان کې. تر دې مخکې مې نه شوای کولای دا کار وکړم ځکه په کمپ کې وم. کله چې به له کوره وتلم نو د نارینه و جامې به مې اغوستلې او یوازې په محافلو او میلمستیاو کې مې د ښځو جامې اغوستلې. په میاشت کې یو ځل د همجنسبازانو، ګې خلکو، لیزبینانو او ترنس جندرانو محفلونه جوړیږي او زه هم په کې ګډون کوم.»

شکیرا وايي چې له وړکيتوبه یې له نجونو سره لوبې کولې چې له کبله به یې ډیر وخت له ستونزو سره هم مخامخیده. زیاتوي کله چې کورنۍ او ملکري یې پوه شول چې هغه غواړي یوه نجلۍ اوسي، نو ډیر سخت غبرګونونه یې وښودل.

شکیرا وایي چې پر دې سربیره به هم ډیر وخت د نارینه و محفلونو ته تله او هلته به یې په ګډا پیسې ګټلې. په ځینو محفلونو کې به نارینه و هغې ته جنسې آزار هم رساوه. شکیرا ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې پرې آن پولیسو او امنیتي ځواکونو هم جنسي تیري کړي دي.

هغه وایي: «کله چې به په محفلونو کې ګډیدو نو تر ختمیدو وروسته به یې موږ له ځان سره بیولو او ویل به یې چې راځه موږ یوازې یوو او له موږ سره څمله. کله چې به راغلو نو بیا به مو لیدل چې هلته اووه یا اته کسان دي او زموږ سره به یې خراب کار کاوه. پر موږ ډیر ظلم کیدی. ډیرې زیاتې ستونزې مو لرې. کورنۍ مې غوښتل چې ما له منځه یوسي. تل به یې زه په کور کې بې له دې چي خوراک او څښاک راکړي بندولم. زه به یې وهلم او سر به یې را تراشه.»

Transgenderprobleme in Afghanistan
انځور: privat

ترانس جنسیتي وګړي هغه کسانو ته ویل کیږي چې د زیږیدو له مودې راهسیې متفاوت جنسیتي خصوصیتونه لري. که څه هم په لویدیځو هیوادونو کې د دغو وګړو له پاره واضح تعریفونه موجود دي، خو د افغانستان په څیر هیوادونکو کې بیا د جنسیت موضوع یوازې په نارینه او ښځینه کې خلاصه کیږي.

شکیرا وایي: «په افغانستان کې مو یوه شیبه هم آرام نه لاره. تل به مو له دې ویرې سره ژوند کاوه چې کله به په چاقو وهل کیږو. زما درې ملګري یې په ډیر بې رحمانه ډول ووژل. د هغوی له ډلې څخه یو یې آن ټوټه، ټوټه کړی وو او بیا یې په یوې بوجۍ کې په ځنګله کې اچولی وو. څو تنه نور بیا د خپلو کورنیو او آن دولت له خوا ووژل شول. هیڅوک په دې اړه پوښتنې نه کوي.»

د شکیرا دغه څرګندونې یوازې د هغې ادعاوې دي او د اثبات له پاره یې دویچه ویله ته کوم اسناد نه دي وړاندې کړي. دا موضوع تر ډیره پورې سمه ده چې په افغانستان کې ترانس جندر وګړي له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي، خو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته رپوټونه نه دي ورکړل شوي چې حکومت دې دغه وګړي په نښه کړي وي. افغان حکومت ځان د ټولو افغانانو په ساتنه مسوول بولي.

شکیرا له دویچه ویله سره په خبرو کې زیاته کړه چې کله یې کورنۍ خبره شوه چې هغه په محفلونو کې د ښځو جامې اغوندي او بیا نڅيږي، نو هغه یې په ګوټه کې قلف کړه او په مرګ یې وګواښله. خو هغه په تیښته وتوانیده او اوس له دوو کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي. هغه له شپږو میاشتو راهیسې په آلمان کې منل شوې ده او اوس په ښوونځي کې په زده کړو بوخته ده. هغه په عین حال کې په یوې آرایشګاه کې هم کار کوي.

که څه هم اوس شکیرا په آلمان کې له خپل ژونده راضي ده، خو وایي چې دلته هم کله نا کله له زورونو سره مخامخیږي، په ځانګړې توګه د مسلمانانو او افغان مهاجرو له خوا.