1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او پوتين د شمالي کوريا په اړه تليفوني خبري کړي دي

۱۳۹۶ آذر ۲۴, جمعه

د امریکا او روسيې ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ د شمالي کوريا د کړکيچ په اړه تليفوني خبري کړي دي. دغه ترمپ د پوتين څخه مننه کړې چي د امريکا د اقتصاد د پرمختگ ستاينه يې کړې ده.

https://p.dw.com/p/2pPzj
Deutschland Trump trifft Putin
انځور: picture alliance/dpa/AP/E. Vucci

د امريکا متحدو ايالاتو او روسيې حکومتونو له خوا په خپرو شوو اعلاميو کي راغلي دي چي دواړو ولسمشرانو دونالد ترمپ او ولاديمير پوتين، په دغه تليفوني خبرو کي پر نورو موضوعاتو سربيره د شمالي کوريا د اټومي پروگرام په اړه سره ږغېدلي دي.

د رواني اونۍ په پیل کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنيو چارو وزير ویلي ول چې دوی بې له کوم شرطه له پیونګ یانګ سره د مستقیمو اړیکو خبرو ته چمتو دي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلاميه کي راغلي دي چي ولسمشر ترمپ له پوتينه مننه وکړه : «ولسمشر ترمپ له ولسمشر پوتین څخه د هغه د کلني مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د امریکا د غښتلي اقتصادي د پرمختګ ستایلو له امله مننه کړې.» اعلامیې همدا راز زیاته کړې چې دواړو مشرانو د شمالي کوریا د خطرناک وضعیت د حل له پاره پر ګډ کار هم بحث کړی دی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ په خپل کلني خبري کنفرانس کي وويل چې د نړیوال بازار غوړېدل د «امریکا د اقتصاد له امله خپل اعتبار» ښوولی دی. نوموړي په دې غونډه کې همدا راز د شمالي کوریا د وضعیت په هکله د حقیقت د درک کولو په برخه کي د امريکا ستاینه وکړه.

کرملین هم د دواړو مشرانو تر تلیفوني مکالمې وروسته په يوه لنډه اعلامیه کي ويلي دي چې دواړو مشرانو د شمالي کوریا اتومي تهدید تر بحث لاندې نیولی او سربیره پر دې دوی د امریکا او روسیې ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو هم خبرې کړي.

پوتين په خپل کلني خبري کنفرانس کي د شمالي کوريا د کړکېچ په اړه د يوه بهرني ژوزناليست د پوښتني په جواب کي وويل چي پر شمالي کوريا باندي يرغل به «يو ناورين» رامنځ ته کړي.

AFP, AP(K.H/N.Z)