1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د اسرائيلو له مشرانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه

۱۳۹۶ خرداد ۲, سه‌شنبه

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په منځني ختيځ د سولې د امکاناتو په هلکه خوشبينې څرګنده کړې. ده د فلسطنيانو او اسرائيلو ترمنځ پر سوله ټینګار وکړ او پر ايران یې يو وار بيا نيوکې وکړې.

https://p.dw.com/p/2dQNA
Israel Donald Trump & Benjamin Netanjahu
انځور: Reuters/J. Ernst

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د اسرائيلو لومړی وزیر بنيامن نتنياهو د دوشنبې په ورځ د دواړو هيوادونو دوستي وستايله او ټينګار یې وکړ چې له عربي مشرانو سره به د همکارۍ له لاري په سيمه کې زور زياتي ته د پای ټکې کيږدي. په ځانګړي توګه د هغه ګواښ د له منځه وړولو يادونه وشوه چې د دوی په وينا د ایران له خوا متوجې دی.

ترمپ د امريکا او اسرائيلو ترمنځ پر تل پاتې دوستۍ ټينګار وکړ او ورسره یې د سعودي عربستان مشران هم وستايل چې ده ورسره په دې تيرو ورځو کې کتلي ول. ده وويل:

«موږ په رښتيا د دې سيمې، د ټولو عقيدو او مذهبونو د پيروانو او د ټولي نړۍ له پاره د امن او سولې څخه ډک راتلونکی درلودلای شو.»

ولسمشر ترمپ د اسرائيلو او فلسطنيانو ترمنځ د سولې په هلکه هم خوشبينې څرګنده کړه او ترڅنګ یې د داسې يوه تړون د ننګونو څخه هم خبره وکړه. ده وويل:« ما اوريدلي چې دا د نړۍ تر ټولو سخت تړون (معامله) دی.»

د اسرائيلو لومړي وزیر نتنياهو په دې ترڅ کې د ايران «په يوه اتومي دولت د بدلولو د بې جلبه هدف» څخه خبرداری ورکړ خو په عين حال کې یې په منځني ختیځ کې د سولې له پاره د خوشبينۍ په ښوولی سره «د رښتيني هیلې» خبره وکړه.

د لومړي امريکايي ولسمشر په توګه

له نيتنياهو سره تر ګډ خبري کنفرانس مخکې ترمپ اسرائيلو ته د خپل لومړي رسمي سفر پر وخت په بيت المقدس کې له دوو مقدسو ځايونو څخه ليدنه وکړه.

ترمپ لومړی د قدس شریف څخه چې ويل کيږي عيسی عليه السلام پکښې د عیسويانو په عقیده د بيرته راپاڅيدو دمخه ښخ وو، ليدنه وکړه. تر دې وورسته نوموړی د ندبه يا لويديځ ديوال ته ورغې. هغه لومړی امريکايي ولسمشر دی چې د دغه مقدس ديوال ته ورځي.

د اسرائيلو او فلسطنيانو اختلاف

د اسرائيلو جمهوررئيس ريووين ريولين له ترمپ سره د خبرو پر وخت وويل چې د اسرائيلو له پاره د وياړ ځای دی چې خپل تجارتي او د سولې د برخې شريک ته هرکلی ووايي.

ريولين وويل: «موږ معجزه وکړه ، تخنيکي او بشري معجزه او حتی په تر ټولو مشکل وخت کې مو هم حوصله له لاسه ور نه کړه.» ده زياته کړه: «موږ لا له خپلو ګاونډيانو سره د سولي په فضا کې د ژوند تيرولو خپل هدف ته نه يو رسیدلي: له فلسطنيانو او د نړۍ د نورو عربانو سره.»

ترمپ د اسرائيلو او فلسطنيانو ترمنځ د سولې د رامنځته کولو له پاره پر هر ډول مرسته ټينګار وکړ خو مشخصه یې نه کړه چې د سولې په ټپه دريدلي مذاکراتو د پيلولو له پاره څه کول غواړي.

له ولسمشر سره تر دې ليدنې کتنې وروسته ترمپ وويل چې د ده په آند مسلمان مشران هم په همدې اندازه د اسلامي ترهګرۍ او د ایران له خوا متوجې ګواښ ته د پای ټکي ايښودو ته ليوال دي.

ترمپ د معلوماتو له شريکولو څخه دفاع وکړه

له لومړي وزیر نتنياهو سره په ګډ مطبوعاتي کانفرانس کې ترمپ د هغو تورونو په مقابل کې خپله دفاع وکړه چې له روسيې سره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو په هلکه پر ده لګول شوي ول. په دې اړه د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې ترمپ وويل: «ما په خپلو خبرو کې د اسرائيلو نوم نه دی کارولی.»

ترمپ به نن، سه شنبه د فلسطنيانو له مشر محمود عباس سره هم وګوري. ده په منځني ختيځ کې سوله د يوه «حتمي هدف» په توګه ياده کړه او اعلان يې وکړ چې دې هدف ته د رسيدو له پاره ډیر زيار باسي. ترمپ څو ورځې ترمخه په واشنګټن کې له محمود عباس سره ليدلي ول. خو په دغه ملاقات کې ترمپ د دوه دولتونو د حل لاري څخه چې د د امريکا د منځني ختيځ سیاست بنسټ بلل کيدی، څرګند ملاتړ ونه کړ. د فلسطنيانو او اسرائيلو ترمنځ د سولې خبري له ۲۰۱۴ م کال راهيسې دريدلي دي.