1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د افغانستان په هکله له امریکايي سرتیرو سره کتلي

۱۳۹۶ تیر ۲۸, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ د خپل هیواد د پوځ غړو ته د ماسپښین ډوډی چمتو کړې ترڅو په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې په هکله تازه نظرونه ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/2glhh
USA Donald Trump im Weißen Haus in Washington
انځور: picture-alliance/dpa/A. Brandon

د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د جولای میاشتې په ۱۸ نیټه) له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې هغه غواړي «په دې وپوهیږي چې ولې موږ هلته [د افغانستان په جګړه کې] د ۱۷ کلونو له پاره پاتې یو، وضعیت هلته څنګه دی او د لا ډیرو نظریو له پاره څه کارونه باید وشي.»

ترمپ همدا راز زیاته کړې چې موږ له ګڼ شمیر خلکو څخه ګڼ شمیر نظریې ترلاسه کړي خو زه غواړم د داسې خلکو نظر هم واخلم چې عملاً هلته شتون ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ترمپ اداره د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما د ادارې څخه پاتې شوی هدف ته د رسیدو له پاره د نویو تګلارو او کړنلارو په لټه کې دی. دغه پاتی شوی هدف د امریکا له پاره د افغانستان د حکومت یو داسې موقف ته رسول دي چې بیا افغان دولت په خپله وکولای شي [د خپلې خاورې] دفاع وکړي.

واک ته تر رسیدو وروسته، ولسمشر ترمپ ژمنه وکړه چې هغه به د افغانستان په هکله نوې ستراتیژي او تګلاره جوړه او بیا اعلان کړي. نوموړي د دې تګلارې د جوړولو مسؤلیت خپل دفاع وزیر جیم ماتیز ته سپارلی. ټاکل شوې چې په روان اوړي کې به افغانستان ته کابو ۴۰۰۰ تازه دمي بهرني سرتیري هم لیږل شي.

ویل کیږي چې د ترمپ اداره به د افغانستان او د سیمې له پاره خپله تازه تګلاره په نږدې راتلونکې کې اعلان کړي او داسې انګیرل کیږي چې ترمپ او امریکايي سیاستوال غواړي په افغانستان کې د بري له پاره پر پاکستان، د دې هیواد پر پوځ او استخباراتي ادارې فشارونه ډیر کړي.

په ورته وخت کې ناټو سازمان او غړو هیوادونو یې هم تیره میاشت د افغانستان له پاره د ۲۰۱۸م کال ماموریت تائید کړ او د لا ډیرو تازه دمو سرتیرو د لیږلو ژمنه یې هم وکړه. اوسمهال په افغانستان کې د ناټو سرتیري د «غوڅ ملاتړ» د ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او ملاتړ بوخت دي.