1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: زه توکمپال نه یم

۱۳۹۶ دی ۲۵, دوشنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، ادعا کړې ده چې هغه «تر ټولو کم توکمپال» دی. ترمپ تر هغه وروسته دغه څرګندونې وکړې چې ویل کیږي تر دې مخکې یې د هایتي او یو شمیر افریقايي هیوادونو په اړه يې یوه خراب لغت کارولی وو.

https://p.dw.com/p/2qqgm
Trump bei G20 Hamburg 2017
انځور: Getty Images/S. Gallup

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې هغه «توکمپال نه دی». ترمپ تر هغه وروسته دې سپیناوي کولو ته اړ شو چې د هایتي او یو شمیر افریقايي هیوادونو په اړه یې یوه نامناسبه کلمه کارولې وه.

ترمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه توکمپال نه یم. زه تر ټولو کم توکمپاله کس یم چې تاسو ورسره مرکه کړې، زه دا تاسو ته ویلی شم.»

ویل کیږي چې تیره اوونۍ دونالد ترمپ له امریکايي استازو سره د مهاجرت په اړه په یوه غونډه کې د هایتي او یو شمیر افریقايي هیوادونو په اړه د خبرو پر مهال له یوه نامناسب لغت څخه کار اخیستی وو. تر دې وروسته پر ترمپ سختي نیوکي وشوې. دا ځل یوازې دیموکراتان نه، بلکې جمهوري غوښتونکي هم پر دونالد ترمپ باندي نیوکې کوي.

د شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې تر۵۰ ډیرو افریقايي استازو، د ترمپ پر څرګندونو نیوکې کړي او له هغه څخه یې غوښتي دي چې بخښنه وغواړي او خپلې خبري بیرته واخلي.

ترمپ یوازي د خپلو خبرو په دفاع کې یو څه ویلي دي خو لا تر اوسه پوري یې بخښنه نه ده غوښتې. هغه د جمعې په ورځ پر خپله تویتر پاڼه ولیکل: «د DACA په غونډه کې زمان خبري سختې وې، خو دا [د نامناسب لغت استعمال] هغه خبري نه دي چې ما کړي.»

لږ تر لږه یوه جمهوري غوښتونکي استازي ویلي دي چې د ترمپ له خبرو ډیر غلت برداشت شوی دی.

د حکومت د بندیدو امکان

ترمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه په دې اړه ډاډه نه دی چې ایا د امریکا متحدو ایالاتو کانګرس به د حکومت د بندیدو مخه ونیسي او که نه.

امریکايي استازي تر جمعې ورځې پوري وخت لري چې د حکومت د تمویل په اړه سره موافقه وکړي، که نه نو د اوسنیو موقتي تدابیرو وخت پوره کیږي. یو شمیر دیموکراتانو ګواښ کړی دی چې که د هغو مهاجرو د راتلونکې تظمین و نه شي چې د ماشومانو په توګه په غیر قانوني توګه امریکا متحدو ایالاتو ته راوستل شوي دي، نو د حکومت د تمویل پر ضد به خپله رایه وکاروي.

ترمپ تیر کال اعلان وکړ چې هغه به د پخواني ولسمشر بارک اوباما د دورې قانون چې DACA نومیږي او پکې د هغو کډوالو د ساتنې ژمنه شوې چې د ماشومانو په توګه په غیر قانوني توګه امریکا ته راوستل شوي دي، پای ته ورسوي.

زموږ له آرشیف څخه: