1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: په کینوشا کي ترهګري ده

۱۳۹۹ شهریور ۱۲, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د ویسکونسین ایالت د کینوشا ښار د راسیزم او پولیسو د تشدد پرضد مظاهرو، په مرکز بدل سوی دی. ولسمشر ترمپ کینوشا ته تللی تر څو ځان د قانون او نظم د ساتونکي په توګه ښکاره کړي.

https://p.dw.com/p/3htQV
USA Präsident Trump in Kenosha
انځور: Reuters/L. Mills

پرټولو ممانعتونو سربیره د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ترمپ کینوشا ته تللی وو، هغه ښار چي پر یوه تورپوستي باندي د پولیسو له تشدده ډکو ډزو وروسته، سختو مظاهرو لړزولی دی. ترمپ په داسي حال کي چي سخت امنیت یې نیول سوی وو، له هغو ویجاړیو څخه لیدنه وکړه چي د دغو شخړو او نښتو په نتیجه کي رامنځته سوي وې.

 د کینوشا ښاروال او د ویسکونسین ایالات ګورنر د ترمپ له دغه سفر سره مخالفت ښودلی وو. هغوی خبرداری ورکړی وو چي د ترمپ حضور به په ښار کي بحران لاپسي ډیر کړي. هغوی دواړه د ترمپ مخي ته حاضر هم نه سول.

ترمپ ټینګار وکړ چي کینوشا د پولیسو او امریکایانو ضد بحران څخه اغیزمن سوی. اله ګوله کوونکو لږ تر لږه ۲۵ مغازې ړنګي کړي، عامه ودانیو ته یې اور اچولی او پر پولیسو یې خښتي اورولي دي. ترمپ وویل: »دا سوله ایزي مظاهرې نه، بلکي داخلي ترهګري ده.«

د امنیت او بیارغوني له پاره په میلیونو مرستي

ترمپ د کینوشا د عدلي تعقیب ادارې ته د نورو یو میلیون ډالرو ژمنه هم وکړه. د ویسکونسین ټول ایالت به ۴۲ میلیونه ډالر د عامه امنیت د ساتلو له پاره تر لاسه کړي. څلور میلیونه ډالر به د کینوشا د مغازو او دوکانونو د بیا رغوني له پاره ورکړل سي.

 ترمپ په خپله وینا کي، نه پر تورپوستي امریکايي یاکوب بلک باندي د پولیسو د ډزو په هکله چي د دغو مظاهرو سبب سوي او نه هم د هغو دوو کسانو د مړیني په هکله څه وویل چي ددغو مظاهرو په څنډه کي وژل سوي.

یوه سپین پوستي پولیس ۲۹ کلن بلک د اګست پر ۲۳ مه د خپلو دریو کوچنیانو مخي ته وویشت. د تیري اونۍ په سه شنبه هم دوه هغه کسان په ډزو ووژل سول چي د راسیزم پر ضد یې مظاهرې کولې. یو ۱۷ کلن سپین پوستی د بریدګر په تور نیول سوی. او ځان یې په اصطلاح د عامه نظم ساتونکی بللی.

ترمپ د دوشنبې په ورځ دا خبره رد کړه چي د نوموړي تنکي ځوان دغه عمل به محکمه کړي. هغه برعکس وویل چي هغه له ځانه دفاعي عمل کړی. منتقدین پر ترمپ تور لګوي چي په هیواد کي بحران ته په هدفمندانه ډول لمن وهي تر څو په انتخاباتي مبارزه کي ځان د قانون او نظم د ساتونکي ولسمشر په حیث ښکاره کړي.