1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان په زرونو پوځیان نیولي او زرونه قاضیان یې لري کړي

دارکو يانيېويچ / م.ک.ص.۱۳۹۵ تیر ۲۷, یکشنبه

په ترکيه کي په زرونو قاضیان له دندو ګوښه کړل شوي دي. ترکیه تور لګوي چې د حکومت پر ضد پوځي کودتا کې په امریکا کې میشت عالم فتح الله ګولن لاس درلود د او ولسمشر اردوغان له امریکا څخه غوښتي چې هغه دې ترکيې ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/1JQJx
Türkei Nach dem Militärcoup Soldaten werden von Bürger geschlagen
انځور: Reuters

د ترکيې ملکي حکومت د شنبې شپې کودتا شنډولو او په ټول هیواد کې د بیا تسلط ترلاسه کولو وروسته، ګن شمیر لوړپوړي چارواکي نیولي دي. د ترکیې د پوځ د یوې برخې لخوا د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد د شنبې شپې په ناکامه کودتا کې ۲۶۵ تنه کسان ووژل شول او ۱۴۴۰ تنه نور ټپیان شول.

په یاده شپه د پوځ سرتیري د ټانګونو سره د انقري او استانبول واټونو ته راووتل د بوسفر پُل او نورې مهمې لويې لارې یې د ترافیکو پر مخ وتړلې. دغو پوځیانو دغه راز د جنګي الوتکو څخه په کار اخیستنې غوښتل د ترکیې د پارلمان ودانۍ باندې بمونه وغورځوي.

دغه راز کودتا پلوه پیلوټانو د انقري ښار پر سر د ایف ۱۶ ډوله جنګي جیت الوتکو ټیټي الوتنې وکړي او ورسره سم یې د هوا او د موټرو له لارې الارمونه وکارول. په مختلفو سیمو کې د دواړو لورو لخوا د ډزو د تبادلي رپوټونه ورکړل شول او ورسره یو لوړ پوړي پوځي جنرال د کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو.

د پوځي نظام اعلان

په ورته وخت کې کودتا پلوه پوځیان د څو تلویزیوني شبکو سټدیو ګانو ته ورننوتل او د تلویزیونو له لارې یې اعلان وکړ چې دوی د اردوغان پرضد پاڅون کړی تر څو یې د انسانو له حقونو او ولسواکۍ څخه ساتنه کړي وي. دوی د پوځي نظام اعلان کاوه.

خو په لږ وخت کې د دغو یاغي پوځیانو پر ضد روابط تنظیم شول. په همدې وخت کې ولسمشر اردوغان د یوه ټلویزيونی چینل له لارې په ژوندي بڼه په یوه ويډیو کې راڅرګند شو، هغه له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې د کودتاچیانو خلاف دې واټونو ته راووځي.

د ترکیې دغه ناکامه کودتا د ټولو پارلماني ګوندونو او بهرنیو حکومتونو لخوا وغندل شوه او د ترکیې له ملکي حکومت څخه د ملاتړ اعلانونه وشول.

د هیواد په مختلفو برخو کې د پوځ لوړپوړي افسران په تلویزیونو کې راښکاره شول او وې ویل چې د کودتاچیان محدود کسان ول. ولسمشر اردوغان د استانبول په هوايي ډګر کې ښکته او د ګڼو پلویانو لخوا یې هرکلی وشو.فتح الله ګولن

اردوغان حکومت پرضد پوځي کودتا وغندله. اردوغان دغه عمل یو «خیانت» وګاڼه او زیاته یې کړه چې دا به د کودتا د عاملانو لپاره ډیره ګرانه پریوځي.

اردوغان وویل چې د ده د حکومت پر ضد کودتا تر شا د تُرکي اعتدال غوښتونکي اسلامپاله، فتح الله ګولن، لاس دی. خو فتح الله ګولن چې اوس په امریکا کې د تبعید شپې او ورځي تیروي نه یوازې یې دغه ادعا رد کړي بلکه کودتا یې غندلی ده.

د شنبې په سهار لمړي وزیر بن علي ییلدرم اعلان وکړ« حالات په بشپړه توګه تر کنترول لاندې دي». هغه سره هغه پوځي جنرال هم مل وو چې کودتاچیانو لخوا یرغمل نیول شوی وو.

حکومت د کنترول ترلاسه کولو وروسته سمدلاسه د پوځ په پاک کارۍ لاس پورې کړ، چې په دې لړ کې یې ۲۸۰۰ تنه هغه پوځ ته منسوب کسان ونیول چې په کودتا کې ښکیل ول.

په نیول شویو کسانو کې د فرقي دوه قوماندانان او د اساسي قانون دوه تنه قاضیان او د دغې ادارې لس تنه نور لوړ پوړي غړي هم شامل دي. نژدې ۲۷۵۰ تنه قاضیان په کودتا کې د لاس لرو په تور له دندو ګوښه کړل شوي دي.

امریکا دې ګولن راوسپاري

فتح الله ګولن په کودتا کي لاس لرل رد کړي
فتح الله ګولن په کودتا کي لاس لرل رد کړيانځور: Reuters/G. Savoy

د ترکیې ولسمشر یو ځل بیا ګولن او د هغه پلویان چې د « موازي حکومت» رامنځ ته کول غواړي تورن کړل چې د کودتا تر شا یې لاس وو. تُرکی منځ لاری دیني عالم فتح الله ګولن، چې یو وخت د اردوغان له پلویانو څخه وو له تیرو ۱۷ کلونو راپدیخوا، امریکا کې په تبعید کې اوسیږي.

اردوغان وویل، چې ده د امریکا ولسشمر بارک اوباما ته ویلي چې ګولن د ترکيې د بې ثُباتولو په لټه کې دی.

اردوغان وویل:« ما تاسو ته وویل چې هغه د کودتا د دسیسو په کوښښ کې دی، خو تا راته غوږ ونه نیوه.» اردوغان زیاته کړه: « زه نن له کودتا وروسته، یو ځل بیا هماغه خبره یادوم. زمونږ دغه کس چې په پنسلوانیا کې ژوند کوي راتسلیم کړه.»

نورو تُرکي چارواکو هم ویلي دي چې انقري د ګولن د بیرته حواله کولو په باب غوښتنه کړې ده. د شنبې په ورځ د ترکیې د کار وزیر سلیمان سویلو بیا له اردوغان څخه هم یو ګام وړاندې کیښود، هغه وویل چې د امریکا متحده ایالتونو له کودتا څخه ملاتړ کاوه.

دغه راز په یو بل جلا بیان کې د ترکيې لمړي وزیر بن علي یلدریم ویلي دي، چې هر هغه هیواد چې له ګولن سره دریږي هغه د ترکیې په جګړه کې ښکیل ګڼل کیږي.