1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه پر سوریې باندې د یو اړخیزه برید گمانونه ردوي

رابرت موگې۱۳۹۱ آبان ۱, دوشنبه

په اروپايي ټولنه کې د ترکیې سفیر هغه ګمانونه چې هیواد به یې پر سوریې باندې یو اړخیزه برید وکړي ردوي خو د ترکیې په اړه د نړیوالو فعالیتونو د لا همغږۍ غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/16Ual
انځور: Reuters

په اروپايي تولنه کې د ترکیې سفیر سلیم ینیل، په برلین کې د جنوب ختیځ اروپا د انجمن (Southeast Europe Association) هیوادونو په غونډه کې وویل: «د سوریې په برخه زموږ سره کرښه لا وختي ماته شوې ده خو زموږ لاسونه تړلي دي.»

هغه زیاته کړه: «تر هغه وخت پورې چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د روسیې او چین د ویتو د رایو له کبله څه و نه شي کړای، موږ څه نه شو کولای. ستونزه دا ده.»

د ترکیې او سوریې د پولې پر سر د توغندیو بریدونه او د ترکیې بهرني سیاست په یو شمیر ارويايي هیوادونو کې داسې اندیښنې رامنځ ته کړي دي چې کیدای ترکیه پر سوریې باندی یو اړخیزه پوځي برید وکړي.

د ترکیې او سوریې تر منځ هغه وخت جنجال پیل شو چې د سوریې د رژیم ځواکونو د ترکیې پر یوه کلي باندې توغندي وتوغول چې له کبله یې پنځه تنه ترکي ملکیان ووژل شول. ترکیې هم د دغه برید ځواب په توغندیو ورکړ. د دې هیواد پارلمان هم داسې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې ترکي ځواکونه کولای شي چې د سوریې په خاوره کې ځمکني او هوايي بریدونه وکړي.

د یو اړخیزه پوځي برید په اړه اندیښنې

د اروپايي ټولنې له پاره د ترکیې د سفیر خبرو د آلماني او یو شمیر نورو اروپايي دپلوماتانو په منځ کې یو څه آرامۍ رامنځ ته کړې ده. د المان د بهرنیو چارو د وزارت یوه پخواني چارواکي گیرنوت ایرلر، وویل چې د سوریې د کوردان خوځښت او د ترکیې دريځ په اندیښنې کړی دی. هغه زیاته کړه: «زه دا خبره له پامه نه شم غورځولای چې موږ به په سیمه کې د یو څه پوځي نښتو شاهدان و نه وسو چې له یوې پټې اجندا سره به یې ترکیه د کوردانو پر وړاندې ترسره کړي.»

هغه زیاته کړه: «له ترکي سفیر سره تر خبرو اترو وروسته زه یو څه آرامه شوی یم. خو په هر حال آلمان په دې برخه کې د بدلونو په اړه ډیره اندیښنه لري.»

د سوریې د کړکیچ له لا ستونزمن کیدو سره، ترکیه هم ورځ تر بلې له نوو ستونزو سره لاس او گریوان کیږي چې په هغوی کې د کوردانو موضوع هم شامله ده.

ترکیه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د سوریې د رژیم پر وړاندې په اقدام لاس پورې کړي. پخپله دغه هیواد د سوریې د پاڅون کوونکو او د دې هیواد د آزاد پوځ ملاتړ کوي. همداراز اوس په ترکیې کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه زیات سوریایي گډوال میشت دي.

په عین حال کې ترکیه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د سوریې په یو شمیر سیمو کې پرواز هم منع کړي. په دې ترتیب سره ښايي ترکیه غواړي د سوریې گډوالو او پاڅونکوونکو له پاره امنې سیمې رامنځ ته کړي. خو تر اوسه پورې ترکیه په دې نه ده توانیدلې چې د خپل دې پلان له پاره نړیوال ملاتړ رامنځ ته کړي.

ترکیه خپل ځان یوازې بولي

په اروپايي ټولنه کې د ترکیې سفیر وایي چې که ترکیه د سوریې پر وړاندې په یوازیتوب په عمل لاس پورې کړي نو تر ډیرو نیوکو لاندې به راشي. هغه زیاتوي: «که ترکیه یوازې په عمل لاس پورې کړي نو ټول هغه هیوادونه چې تر دې مخکې یې د یوه عمل غوښتنه کوله، به ډیر ژر پر ترکیې باندې نیوکې وکړي.»

هغه وایي چې په دې صورت کې به ترکیه یوازې پاتې شي. دغه ترکي چارواکي ټینگار وکړ چې د سوریې د کړکیچ د ختمولو له پاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا شته.

آلمان له ترکیې سره

که څه هم ډیری کارپوهان وایي چې ترکیه د سوریې په موضوع کې یوازې پاتې شوې ده خو بیا هم آلمان له دغه هیواد سره پر دې موضوع باندې په خبرو اترو بوخت دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویله، ترکیې ته په خپل وروستي سفر کې له دې هیواد سره خپل یووالی اعلان کړ خو په عین حال کې یې د احتیاط او داسې اقداماتو غوښتنه وکړه چې له کبله یې په سیمه کې ستونزې راکمې شي.

د جنوب ختیځې اروپا له پاره د المان د بهرنیو چارو د وزارت ځانگړي استازي نیکولاس گراف لمبسدورف، په برلین کې وویل: «ترکیه په دغه کړکیچ کې یوازې پریښودل شوې نه ده. ترکیې ناټو ته په دې برخه کې چې په سوریې کې واقعاً څه تیریږي ډیر ښه معلومات ورکړي دي. او دا ښکاره خبره ده چې ناټو به د ترکیې تر څنگ ودریږي.»

کارپوهان وایي چې ترکیه تر دې مخکې د اسد د رژیم له ملگرو هیوادونو څخه پاتې شوې ده خو اوس د دغه رژیم له خوا خپل ځان ته خطر احساسوي.