1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"توافق ته نه رسيدل به د اقتصادي قيامت پيل وي"

۱۳۹۰ مرداد ۴, سه‌شنبه

بارک اوباما د امريکا پر ولس ږغ کړی، چي پر جمهوري غوښتونکو باندي زور راوړي تر څو د پور د معاملي په سر روغه جوړه وکړي. هغه په يوه تلويزوني وينا کي ويلي، چي د خبرو اترو ناکاميدل به د« يو ژور اقتصادي کړکيچ» ګواښ رامنځ ته کړي

https://p.dw.com/p/123Ma
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباماانځور: AP

د اوباما اداره غواړي، چي د حکومت لخوا د پورونو ا خيستلو حد تر اوسني ټاکل سوي حد لوړکړي، د پورونو د دغه مسلې پر سر د جمهوري غوښتونکو او ديموکراتانو تر منځ بحثونو زور اخيستی.

جمهوري غوښتونکو د بارک اوباما دغه غوښتنه رد کړې او ويلي ول، چي د بارک اوباما اداره د مالې د لوړولو پرته بايد په خپله بوديجه کي سپما وکړي.

اوباما ويلي، چي د معاملې پر سر د خبرو اترو ناکاميدل« کيدای سي د ژور اقتصادي کړکيچ ګواښ رامنځ ته کړي.»

خو هغه په موقتي توګه د جمهوري غوښتونکو له خوا د پورونو د حد د لوړولو پيشنهاد رد کړ. استدلال يې دا په ګوته کړی، چي اساسي مشکلات به بې حله پاته سي او دغه حالت به په راتلونکو شپږو مياشتو کي بيا تکرار سي.

هغه ويلي:« د نړۍ پرمخ د لوی هيواد د چارو پر مخ بيولو له پار دا لاره نه ده. دا يوه خطرناکه لوبه ده چي تر دې وړاندي موږ ورسره نه يو مخ سوي، او موږ په اوسني وخت کي د دې لوبي د کولو جوګه نه يو.»

بارک اوباما د امريکا د ولس څخه غوښتي چي «خپل ږغ» پورته کړي. هغه يو ځل بيا د کانګرس څخه غوښتي چي په دې سلسله کي « مناسبه لاره» خپله کړي.

د چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چي د دغه خبرو ناکاميدل به په ټوله نړۍ کي يو اقتصادي کړکيچ رامنځ ته کړي، اوباما ويلي توافق ته نه رسيدل به د اقتصادي قيامت د پيل په معني وي.

په سنا کي د ديموکراټانو نماينده هيري رايډ ويلي:« موږ بايد په دې وخت کي صحيح ګام پورته کړو موږ دې ته ضرورت لرو ځکه چي، اقتصاد په لومړنۍ کرښه کي ځای لري.»

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل