1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تیر کال اروپایې اتحادیې ۷۰۰ زره مهاجرو ته پناه ورکړې»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

په ۲۰۱۶م کال کې د اروپایې اتحادیې ۲۸ غړو هیوادونو تر ۷۰۰ زرو ډیرو مهاجرو ته پناه ورکړې ده. دا رقم د ۲۰۱۵ کال په پرتله دوه برابره زیات دی.

https://p.dw.com/p/2byBZ
Flüchtlinge Migration Kroatien Grenze Ungarn
انځور: picture-alliance/AP Photo/P.David Josek

په لوکزامبورګ کې د اروپایې اتحادیې د احصایې دفتر «یورو شتات» په حواله د ټولې اروپا په کچه  ۷۱۰۴۰۰ مهاجرو حفاظت یا موقتي پناهندګۍ ترلاسه کړې ده.  پر دې سربیره د اروپایې اتحادیې غړو دولتونو ۱۴۰۰ نورو هغو مهاجرو ته هم ځای ورکړی دی چې له یوه اروپایې هیواد څخه بل ته لیږدول شوي دي.

د هغو کسانو له ډلې څخه چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې د اروپایې اتحادیې په غړو هیوادونو کې پناه ترلاسه کړې ده، لویه برخه یعنې ۵۷ سلنه سوریایې مهاجر تشکیلوي.

تر سوریې وروسته په یو لوې تفاوت سره بیا عراقي او افغانې مهاجرو په دویم مقام کې ځای نیولی دی. یا په بل عبارت په مجموع کې د هغو مهاجرو چې تیر کال یې په یوه له اروپایې هیوادونو کې پناهندګۍ او یا هم د موقتي حفاظت ویرې ترلاسه کړي دي ۹ سلنه عراقي او ۹ سلنه افغاني کډوال تشکیلوي. 

په مجموع کې ۴۰۵ زره سوریایې مهاجرو په اروپایې اتحادیې کې پناه ترلاسه کړې ده چې په دوی کې تر ۷۰ سلنه ډیرو یعنې ۲۹۴۷۰۰ سوریایانو په آلمان کې ځانونه راجستر کړي دي.

د پناهندګۍ د هغو غوښتنلیکونو چې مثبت ځواب یې ترلاسه کړی دی ۶۰ سلنه یې آلمان پورې تعلق پيدا کوي، یعنې تر ۴۴۵ زرو ډیر مهاجرو په ۲۰۱۶ کال کې په آلمان کې سیاسي پناه، حفاظت یا پناه ترلاسه کړی ده. دا د هغو مهاجرو د شمیر دری برابره زیات دی چې په ۲۰۱۵ کال کې یې په دغه هیواد کې پناه ترلاسه کړی وه.

په ۲۰۱۶ م کال کې سویډن ۶۹۳۵۰، ایټالیا ۳۵۴۵۰، فرانسې ۳۵۱۷۰، اتریش ۳۱۷۵۰، او هالنډ هیواد ۲۱۸۲۵، مهاجرو ته پناهندګۍ او یا هم د موقتي پناه ویزې ورکړي دي. پر دې موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: