1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تیښته، پناه او مهاجرت څه ته وايي؟

۱۳۹۶ مهر ۱۹, چهارشنبه

کډوال، مهاجر، مسافر، جلا وطنه او پناه غوښتونکي داسي اصطلاحات دي چي په ځینو یې کارپوهان لا هم نه پوهیږي. دويچه ويله اوس دغه اصطلاحات تشریح کوي، څو روښانه سي چي د هغوی تر منځ څه توپير سته او څوک په کوم نوم باید یاد سي.

https://p.dw.com/p/2ldvS
Flüchtlinge an der griechisch-mazedonischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

کډوال(Migrant) چا ته ویل کیږي؟

کډوال په پرنسیپ کي هر هغه چا ته ويل کيږي چي د یوه ځایه بل ځای ته ځي او بې ځایه کیږي. که هغه د یوه هیواد په دننه یا دباندي کي وي. کډوال هغه چاته ويل کيږي چي پخپله خوښه خپل ټاټوبی پریږدي، بې له دې چي کوم خطر ورته موجود وي او غواړي د مثال په ډول بل ځای کار وکړي.

مهاجر(Flüchtling) چا ته ویل کیږي؟

له حقوقي اړخه مهاجر له کډوال یا مسافر سره دا توپير لري چي هغه د ژنیو د کنوانسیون په چوکاټ کي شاملیږي. په دې حساب نو مهاجر هغه څوک دی چي د خپلي نژادي، مذهبي، نشلسټی او یا سیاسي عقیدې او یا له کوم اجتماعي سازمان سره د مربوطیت له کبله د خپل هیواد پریښودلو ته مجبوره کیږي. په دې وروستیو کلونو کي د «اقلیمي مهاجرو» اصطلاح چي د اقلیمي بدلونونو له کبله تښتي او مثلأ په خپل هیواد کي یې زراعتي محصولات خرابیږي، هم رامنځته سوې ده، خو دغه اصطلاح لا د ژنیو په کنوانسیون کي نه ده شامله سوې.

پناه غوښتونکی(Asylbewerber) چا ته ویل کیږي؟

هغو کسانو چي د پناه غوښتنلیکونه یې وړاندي کړي وي، د کومو په هکله چي لا پريکړه نه وي سوې، هغوی ته پناه غوښتونکي ویل کیږي. د پناه غوښتونکي په هکله پريکړه په جرمني کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو فدرالي اداره (BAMF) کوي. هغوی فیصله کوي چي ایا یو پناه غوښتونکی د پناهندگۍ مستحق دی او ایا هغه باید د پناهندگۍ له امتیازاتو څخه برخه من سي او یا دا چي هغوی دغه دواړه امتیازات له لاسه ورکړي. تر هغه وخته پوري چي د هغوی په باب تصمیم نیول کیږي، دغه کسان باید په لیلیو او کمپونو کي ژوند وکړي.

مسافر(Zuwanderer) چا ته ویل کیږي؟

مسافر او جلاوطنه اساسأ ټوله هغه کسان دي، چي جرمني ته راځي، بې له دې چي هغوی د څومره وخت او یا هدف له پاره راځي. هغوی کیدلای سي د مختلفو دلایلو پر اساس راغلي وي، مثلأ د وظیفوي، تحصیلي، او تعلیمي دلایلو، او یا هم د مهاجرو په توگه راغلي وي.

څوک په جرمني کی د پناهندگۍ(asylberechtigt) مستحق دی؟

د جرمني په اساسي قانون کي راغلي دي:«هغه څوک چي له سیاسي پلوه تر تعقیب لاندي وي، د پناهندگۍ مستحق دي.» تر سیاسي تعقیب لاندي هغه کسان دي چي په خپلو هيوادونو کي د دولتونو له خوا د خپلي سیاسي عقیدې په خاطر تر دومره فشار لاندي وي چي انساني کرامت ته یې نور احترام نه کیږي. سیاسي پناهندگي یوازي هغو کسانو ته ورکول کیږي چي د ډاډمنو هیوادو څخه نه وي راغلي

ډادمن هیوادونه(sicherer Herkunftsstaat) کومو ته ویل کیږي؟

په یوه ډادمن هیواد کي خلک د دولت تر سیاسي تعقیب لاندي نه وي او ورته غیر انساني او بې کرامته جزاوي نه ورکول کیږي. خو سربیره پردې له دغو هیوادونو څخه راغلي پناه غوښتونکي له جرمني څخه په اسانۍ سره نه سي اخراجیدلای. ځکه هر مهاجر باید حقوقي امکانات ولري او دا ثابته کړي چي په خپل هیواد کي تر تعقیب لاندي دی. په پرنسيپ کي بیا دغه شان کسانو د پناه غوښتنه ردیږي. په دې شرط چي پر هغه باندي خاص نورحالات تطبیق نه سي. ځکه نو په ۲۰۱۷م کال کي په همدې ارتباط افغانستان ته د افغانانو اخراج سختي شخړي رامنځته کړې.

که یو پناه غوښتونکئ رد سي، نو څه پيښیږي؟

که د یوچا د پناه غوښتنه په جرمني کی رد سي او د پناه غوښتونکي په توگه ونه پیژندل سي، بیا نو باید له جرمني څخه ووځي او د اخراجیدو له خطر سره مخامخ کیږي. خو پناه غوښتونکي ددې پرضد په محکمه کي دعوه کولای سي. په همدغه وخت کي، یعني ترهغه وخته پوري چي د هغه حقوقي پروسه جریان ولري او یا دوتلو امکانات یې موجود نه وي، نوموړي کس ته په جرمني کي د پاتېدو مؤقتي ویزه ورکول کیږي. د مؤقتي ویزې دلایل کیدلای سي مریضي، د اسنادو او پاسپورت نه موجودیت او یا په یوه ټاکلي هیواد کي حالات واوسي. دغه ډول ویزې هغو نابالغه کسانو او کوچنیانو ته هم ورکول کیږي چي بې له یوه بالغ کس څخه راغلي وي.

زموږ له ارشيف څخه: