1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیري او لاروف په پاریس کې سره ویني

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۱۰, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د کړکیچ په اړه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د خبرو اترو له پاره پاریس ته رسیدلی دی. لاوروف ویلي دي چې د دوی دریځونه یو بل ته د «نزدي کیدو په حال کي دي».

https://p.dw.com/p/1BYXz
انځور: Reuters

له منځني ختیځ څخه خپل اصلي ټاټوبي ته د سفر پر مهال جان کیري له آیرلند څخه بیرته پاریس ته ستون شوی دی. کیري به د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرگي لاوروف، سره د اوکراین د کړکیچ د یوه ممکنه دیپلوماتیک حل لارې موندلو په موخه د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د مارچ میاشتې ۳۰مه) خبرې اترې وکړي.

د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره کابو یو ساعت تلیفوني خبرې اترې وکړې. د رپوټونو له مخې دواړو ولسمشرانو په دې هوکړه وکړه چې د دواړو هیوادونو جگپوړي دیپلوماتان دې د اوکراین د کړکیچ د حلولو په موخه د ترسره کیدونکو اقداماتو په اړه خبرې اترې وکړي. د رپوټونو له مخې پوتین دغه تلیفوني خبرې اترې پيل کړې وې.

تر دې دمخه جان کیري د اوکراین د کړکیچ د آرامولو وړاندیز کړی وو. په دغه وړاندیز کې اوکراین ته د نړیوالو څارونکو استول، د اوکراین له ختیځ سرحد څخه د روسي سرتیرو ایستل، د کیف او مسکو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو د پیلیدو خبره شوې وه.

په عین وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، د شنبې په ورځ د روسیې دولتي تلویزون ته ویلي دي چې د مسکو او واشنگټن دریځونه «یو بل ته د نزدي کیدو په حال کي دي.» لاوروف زیاته کړې ده چې کریملین غواړي اوکراین ته د فدرالي سیاسي مودل د خپلولو وړاندیز وکړي. د هغه په خبره دغه سیاسي مودل به د دې هیواد ختیځو او سویلي برخو ته چې اکثره اوسیدونکي یې په روسي ژبه خبري کوي، لا ډیره آزادي ورکړي.

لاوروف په خپلو خبرو کې همداشان ویلي دي چې د مسکو له پاره په ناټو کې د اوکراین شاملیدل د سره خط په معنی ده. هغه زیاته کړې ده: «په دې اړه باید هیڅ ابهام موجود نه وي.»

له مسکو سره د کریمیا د یو ځای کیدو په غبرگون کې کیف له اروپایي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو سره د پوځي همکاریو د لا ډیریدو خبره کړې ده. د کیف د وینا له مخې مسکو د اوکراین په ختیځ سرحد کې د خپلو سرتیرو شمیر ۱۰۰۰۰ تنو ته لوړ کړی دی، په داسې حال کې چې امریکایي چارواکو دغه شمیر بیا ۴۰۰۰۰ ښوولی دی.

د پوځونو د شمیر زیاتوالي په لویدیځ کې دا اندیښنې راپارولي دي چې ښایي مسکو د اوکراین په هغو سیمو کې چې په روسي ژبه پکښې خبرې کیږي، پوځي مداخله وکړي خو د شنبې په ورځ لاوروف دغسې گنگوسي رد کړې. هغه د روسیې دولتي تلویزون ته وویل: «موږ په بشپړه توگه د اوکراین له پولو څخه د تیریدو مقصد او لیوالتیا نه لرو.»