1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د سالنگ تونل بيا رغوي

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

جاپان پتېيلې ده چي د سالنگ تونل په بيا رغولو کي له افغانستان سره مرسته وکړي. دغه تونل د افغانستان شمال له مرکز سره نښلوي. تونل په ۱۹۶۴م کال کي روسي متخصصانو جوړ کړی او جگړو سخت ويجاړ کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1IDCi
Salang Tunnel und Salang Pass
انځور: picture-alliance/dpa/Subel Bhandari

انترفکس خبري آژانس د افغانستان د رسنيو په حواله ليکي چي جاپان هیواد تياري ښوولې دی، چي د سالنگ توتل جوړولو له پاره افغانستان ته ۱،۸۵ ميليونه ډالره پور ورکړي.

د آژانس د خبر له مخي د دغو پيسو قرارداد د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۴مه) په کابل کي د جاپان سفير او اسيا پراختيايي بانک د استازي ترمنځ لاسليک سو.

ويل سوي دي چي د تونل د بيا رغاولو پروژې چاري به د افغانستان له بېړنيو حالاتو سره د مبارزې وزارت په همکارۍ سمباليږي.

د موټرو د تېرېدو دغه لار په ۱۹۵۸-۱۹۶۴م کلونو کي د هندوکش غرونو په ۳۸۷۸ ميتره لوړه برخه کي روسي متخصصانو جوړه کړې ده.

سالنگ تونل په ۱۹۶۴م کال کي جوړ سو
سالنگ تونل په ۱۹۶۴م کال کي جوړ سوانځور: picture-alliance/dpa/Subel Bhandari

سالنگ تونل په ۱۹۶۴م کال کي له فعالېدو سره سم تر ۱۹۷۳م کاله پوري د موټرو د تېرېدو په برخه کي په نړۍ کي لومړی تونل وو چي په لوړو غرونو کي جوړ سوی وو.

تونل ۲۶۷۶ ميتره اوږدوالی لري او بر ئې په ځينو برخو کي ۶ ميتره دئ. د سالنگ تونل جنوبي برخه د سمندر له سطحي ۳۲۰۰ ميتره لوړه ده او د تونل تر ټولو لوړه برخه له سمندر سطحي ۳۳۶۳متره لوړه ده.