1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

جاپان: د شمالي کوريا زلزله د اتمي آزموينې له کبله وه

۱۳۹۶ شهریور ۱۲, یکشنبه

دوو زلزلو، لومړۍ د یکشنبې په ورځ سهار وختي او دویمې په سيمیز وخت ۱۳ بجې او ۴۰ دقيقي شمالي کوريا ولړزوله. د جاپان دولت تائید کړې چې دغه زلزلې د شمالي کوریا د شپږمې هستوي آزموينې له امله رامنځ ته شوې وې.

https://p.dw.com/p/2jH9h
Nordkorea Kim Jong Un bei Besuch einer Fabrik für Nuklearwaffen
انځور: Reuters/KCNA

د یکشنبې ورځ په سهار (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر میاشتې ۳مه نیټه)، يوې زلزلې شمالي کوريا ولرزوله. د امریکا متحده ايالتونو د زلزلې پيژندنې مرکز د دغې زلزلې شدت د ريشتر په مقیاس ۵/۶ درجې او د چين د زلزلې پيژندنې مرکز بیا هغه د ريشتر په مقیاس ۶/۳ درجې اعلان کړ. د چين د زلزلې پيژندنې مرکز د یادې زلزلې ژوروالی صفر ښولی او ويلي يې دي چې احتمالا هغه به د یوې اتومي آزموينې له امله رامنځ ته شوي وي.

په ۱۳ او ۴۰ دقيقو بیا يوه بله زلزله چې شدت يې د رشتر په مقیاس ۴/۶ درجې اټکل شوی، د شمالي کوريا يوې اتمې بټې ته نژدې رامنځ ته شوه. خو د جاپان د بهرنيو چارو وزير تاروکونو، اعلان کړی دی چې دغه زلزلې د شمالي کوريا د شپږمې هستوي آزموينو له کبله رامنځ ته شوي دي. د جاپان د دفاع وزير هم ويلي دي چې د دغو اتومي آزموينو له امله لږ تر لږه درې جنګي جت الوتکو پروازونه ترسره کړي دي.

د جنوبي کوريا دولت د دغې موضوع د څيړنې په حال کې ده چې معلومه کړي چې آيا دغه زلزلې د اتومې آزموينې له کبلې وي که نه. په سیول که د جمهوري رياست دفتر ويلي دي چې تر دې مخکې هم داسې لړزونکي فعاليتونه ثبت شوي دي، چې بیا وروسته ثابته شوې اتومي آزموینې وې.

د هایدروجني بم په اړه د شمالي کوریا ادعا

د دغې زلزلې څخه د مخه د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون، اعلان کړی وو چې هيواد يې داسې يو توغندي ته لاسرسی موندلی چې د قاره ويشتونکي هايدروجنې سرګلولو د انتقال توان لري.

د شمالي کوريا مشر د اتومي وسلو يوه دولتي مرکز څخه د ليدنې پر مهال يو داسې هايدروجني بم څخه کتنه کړې وه چې په قاره ويشتونکو توغنديو کې د نصبيدو قابليت لري. که چيرې دغه خبر واقعيت وي، د اتومي وسلو دغه انستيتوي په دې ترتيب توانيدلی چې اتومي وسلو د لاسرسي په برخه کې د خپل ګارګر ګوند غوښتنې ته لاسرسی پیدا کړي. خو دغه خبر لا تر اوسه د خپلواکو سرچينو له خوا نه ده تائيد شوی.

د جاپان صدراعظم شينزو آبه تر دې مخکې ويلي وو چې که چيرته دا ثابته شي چې شمالي کوريا يوه بله اتومي آزموينې کړې ده، نو بايد په ډير شدت او قدرت سره اعتراضونه وشي. هغه د پيونګيانګ دغه اقدام د نه منلو وړ بللی دی. د یکشنبې په ورځ خپرو شويو رپوټونو پر اساس، د شمالي کوريا اوسنۍ پرمختک د هغه لومړني هايدروژني بم د آزموينې پايلې دي چې دغه هيواد د تيرکال په جنورۍ مياشت کې ترسره کړې وه.

په هغه صورت کې چې د شمالي کوريا دغه نوې اتومې آزموينه ثابته او تائيد شي، دا به د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر په توګه د دونالد ترمپ تر ټاکنې وروسته، د پيونګيانګ تر ټولو ستر پارونکی اقدام وي. ترمپ مخکې ويلي وو چې له اتومي برنامو او توغنديو څخه د شمالي کوريا د مشر د لاس په سر کيدو له پاره «پوځي عمليات» منتفي نه دي. د امريکا ولسمشر دغه راز له «اور او قهر» څخه خبرې کړې وې.

دا مطلب هم ولولئ:د شمالي کوریا توغندی د جاپان له خاورې تیر شوی

په اتومي وسلو کې د شمالي کوريا ستر پرمختګ

د لرې واټن پر ويشتونکو توغنديو باندې د هايدروژني بم نصبول د شمالي کوريا په اتمي او توغنديز صنعت کې يوه بل ستر پرمختک دی. دغه هيواد تر دې مخکې په دې توانيدلی وو چې چاوديدونکې سرګلوله هومره کوچنې کړي چې پر يوه توغندي د نصبولو وړتيا ولري. پيونګيانګ د همدغو آزموينو په دليل د نړیوالو تحريمونو لاندې راغی. د هايدروژني بم د چاودنې ځواک د معمولي اتوم بم څو برابره ده. شمالي کوريا تر ډیره سويلي کوريا او امريکا په اتومي حملو ګواښي.

د يوه اتومي مرکز څخه د ليدنې پر مهال د کيم جونګ اون خپاره شوي انځورونه ښيي چې هغه او خپل کارګر ګوند لوړ پوړي چارواکو يې د يوه ګرد نقره يي رنګه بالون ته ورته شي څخه چارچاپير ولاړ دي، چې په احتمالي توګه يوه اتومی سرګلوله ښيي چې پر توغندي نصب کړل شوې ده.  هغه ويلي وو چې دی د خپل هيواد پر «نه ماتې منونکي» اتومي ځواک باندې فخر کوي. د رسمي چارواکو پر وينا دغه اتومی سرګلوله کولای شي له لسونو تر سلونو تونه چاوديدونکي مواد له ځانه سره وليږدوي.

شمالي کوريا تيره اوونۍ يو د منځني واټڼ ويشتونکی توغندي آزموينه وکړه چې د جاپان پر آسمان يې پرواز وکړ. دغه هيواد په جولای مياشت کې هم دوه د لرې واټن ويشتونکي توغندي آزمويلي ول. ملګرو ملتونو د شمالي کوريا له خوا د لرې واټن ويشتونکو توغنديو تر آزموينو وروسته، پر دغه هيواد تر ټولو سخت اقتصادي بنديزونه ولګول.

شمالي کوريا تر اوسه په کراتو ويلي دي چې د داسې اتومي وسلې په جوړولو بریالی شوی دی چې کولای شي پر توغندي نصب شي. دغه هيواد د تيرکال په جنوري میاشت کې هم خپل وروستۍ اتومي آزموينه ترسره کړه چې په هغې کې يې د يوه هايدروژنی بم آزموینه ترسره کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې له شمالي کوريا څخه بهر دې ته چې پیانګیاګ دې په رښتیا هم هایدروجني بم ولري، د شک په سترګه کتل کیږي.