1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جلا شوې افغان مهاجرې کورنۍ د بيرته يو ځای کيدو په هيله

۱۳۹۶ مهر ۳۰, یکشنبه

په آلمان په زرونو افغان مهاجرې کورنۍ په کابل کې د آلمان سفارت د بيرته خوشې کيدو په تمه دي. د سفارت رخصتي، د مهاجرو کورنيو د الحاق بهیر له ستونزو سره مخ کړی، مهاجرې کورنۍ له خپلو پاتو غړو سره د يو ځاي کيدو په هيله دي.

https://p.dw.com/p/2mJbc
Familiennachzug Flüchtlinge Asyl Asylrecht
انځور: picture-alliance/dpa/S.Pförtner

د وحيدالله ناصري د ميرمنې او ماشومانو ټول اداري کارونه نور په کابل کې مخ په خلاصيدو وو او تمه يې وه چې نور به په آلمان کې ورسره يو ځای کيږي. هغه په ۲۰۱۶ کال کې د خپل يو اته کلن زوی سره آلمان ته راغلی وو او د دغه کال په آخر کې ومنل شو. تر هغې وروسته وحيدالله ناصري آلماني چارواکو ته په المان کې د خپلې ميرمن او څلورو ماشومانو د الحاق يا يوځای کېدو غوښتنليک وړاندې کړ.

ښه همغږي رامنځ ته شوه چې پايله کې يې د ناصري ميرمن په کابل کې د آلمان سفارت ته ولاړه. اداري کارونه په ښه توګه مخ ته تلل، تر هغې چې د کابل ښار په زبنق څلورلارې کې د آلمان سفارت مخ ته د موټر بم ستره چاودنه رامنځ ته وشوه. په دغې پيښه کې د آلمان سفارت سخت زيانمن شو، ديپلوماتان يې بهر ته ووتل او د قونسلګرۍ کارونه يې تر نامعلوم وخته وځنډول شول.

کابل کې د آلمان سفارت په خپلې ويب پاڼه کې ليکلي دي: « د قونسلي شعبه او په کابل کې د آلمان سفارت د ويزو دفتر، د ۲۰۱۷ کال د می مياشتې د ۳۱ نيټې چاودنې له امله، تر نامعلوم وخت پورې تړل شوي دي». تر يادې چاودنې وروسته آلمان دولت د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه له سره يو څيړنه وکړه، چې د رپوټ تر خپريدو وروسته يې دا روښانه نکړه چې په کابل کې يې سفارت بيرته څه وخت خوشي کيږي.

پر ماشومانو د روان وضعيت اغیز

وحيدالله د خپلې ميرمن او ماشومانو څخه جلا ژوند نور ډیر ستړی کړی دی او وايي چې نشي کولای په آلمان کې د خپل زوی له پاره هم پلار واوسي او هم مور. هغه او زوی ېې اوس د څلورو نورو مجردو کسانو سره د مهاجرو کمپ په يوه کوټه کې ژوند کوي. وحيدالله نه پوهيږي چې کورنۍ به يې څه وخت له هغه سره يو ځای کيږي. هغه وايي: « يا مې دې کورنۍ راولي، يا دې مونږ بيرته خپلې کورنۍ ته واستوي. نور زغم نه شم کولاي».

ناصري وايي چې زوي يې د مور څخه د جلا کيدو له امله له روحي او رواني ستونزو رنځ وړي او نشي کولای سم درس ووايي: « ماشومان مې له افغانستانه زنګ وهي او ژاړي، وايي چې پلاره مونږ تا غواړو. دا زوي مې دلته هره شپه په خوب کې چغې وهي، مورې مورې وايي او ژاړي».

د ناصري د کورنۍ د جلا کيدو څخه مياشتې مياشتې وتلې دي او ښايي تر يو ځای کيدو پورې يې ډير نور وخت هم ورباندې تير شي. هغه وايي چې پر سفارت له بريده مخکې يې ميرمن او ماشومانو سره مرکې شوې وي او ورته ويل شوي ول چې د خپل ځواب په انتظار اوسئ، خو پنځه مياشتې شوې چې هغو سره چا نه په آلمان او نه هم په افغانستان کې اړيکي نيولي دي.

سخت سفرونه

په کابل کې د آلمان سفارت پر خپلې ويب پاڼې ليکلي دي، هغه کورنۍ چې په آلمان کې منل شوي او غواړي چې په آلمان کې د خپلو کورنيو د پاتې غړو د الحاق په موخه درخواستونه ورکړي، بايد د پاکستان پلازمينه اسلام آباد کې د آلمان سفارت ته مراجعه وکړي او « ډیر ژر به د هندوستان په نوي ډيلي کې هم دغه بهير پیل شي». همدا ډول د شنګن ويزو د درخواست له پاره د ترکيې په استانبول او دوبۍ کې هم د آلمان قونسلګريانو ته مراجعه کيدلای شي.

خو افغانان دغو هيوادونو ته د تلو له پاره جلا ويزو ته اړتيا لري چې دا هم په اسانۍ هر افغان نشي ترلاسه کولای. له بل لوري د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې دوي په يادو هيوادونو کې د هغو افغانانو غوښتنليکونو باندې کار کوي، چې په هغه هيواد کې يې چې سفارت وي، د هماغه هيواد قانوني اقامې ولري.

د وحيدالله ناصري د دوسيې کارونه اوس د هغه د ميرمني ورور، طاهر پوپلزی مخته وړي. هغه وايي چې خور او خوريونه یې ډير خپه دي. له طاهر څخه هم لاره ورکه ده او نه پوهيږي چې څه وکړي. وحيد له آلمان څخه تقريبا هره ورځ له هغه سره اړيکه نيسي.

طاهر وايي چې افغانستان کې ښځې نشي کولاي د خاوند د اجازې او د يو سرپرست پرته له کوره بهر سفر وکړي. له بل لوري دغه سفرونه ډير ګران هم دي: « هر څومره چې ايميلونه کوو وايي چې منتظر اوسئ. هيڅ کار يې معلوم ندی. د  چاودنه پنځه مياشتې شوې خو سفارت لا هم بند دی. د ورځ په تيريدو سره امنيتي ستونزي هم ډيريږي».

د کورنيو جلاتوب

عبدالقيوم عزيزي بل افغان مهاجر دی چې تيرکال آلمان ته راغلی دی. دی د افغانستان په شمال کې د آلماني ځواکونو له يوې راډيو سره د خبريال په توګه کار کاوه او آلمان ته منل شوی راغلی دی. د عزيزي ميرمن هم اوس په افغانستان کې پاتې ده چې د آلمان سفارت په تړل کيدو ورته ستونزې راولاړې شوي دي.

عزيزي هم تازه د خپلې ميرمن د الحاق په اړه درخواست ورکړی وو چې د آلمان پر سفارت بريد وشو. د هغه دويزې کارونه هم نيمکړي پاتي دي او اوس بايد په اسلام آباد کې د آلمان سفارت ته ورشي. عزيزي وايي: « مشخص آدرس او نيټه نده تعينه شوې چې کابل کې به د آلمان سفارت څه وخت خوشې کيږي. بايد پاکستان ته ولاړم شو، خو دوستان مو چې تللي دي وايي چې د سفارت پاکستاني کارکونکي افغانانو سره ښه چلند نکوي. ډیر خپه يم توکل په خدای، وګورو چې څه به کيږي». عزيزي دا هم وويل چې ميرمن يې د څلورو مياشتو حمل لرود خو د الحاق بهير د دريدو او بې سرنوشتۍ له امله ورباندې روحي فشارونه زيات شول او هغه يې سقط کړي.

د افغانستان په ولايتونو کې ډيری کورنۍ چې غواړي د کورنيو د الحاق پروګرام له لارې آلمان ته راشي، حتی د کابل سفارت ته د تلو توان هم نلري، اسلام آباد او نوي ډيلي ته خو په هيڅ صورت کې سفرونه نشي کولای. دا په داسې حال کې ده چې آلمان کې ډیر شمير داسې افغان مهاجر ماشومان او کورنۍ شتون لري چې په افغانستان کې د خپلو کورنيو د پاتې غړو د يوځای کيدو په انتظار کې خپلې د ژوند شپې او ورځې تيروي. دوي ټول په کابل کې د آلمان سفارت د بيرته خوشې کيدو په تمه دي.

د مهاجرو کورنيو د الحاق موضوع دننه په آلمان کې هم په سياسي او ټولنيزو بحثونو کې په يوه عمده موضوع اوښتې ده. آلمان دولت په وروستيو کې ويلي دي چې په ۲۰۱۷ کال کې به د منل شويو مهاجرو د کورنيو له تمې څخه ډير شمير غړي به يې آلمان ته راشي.

د آلمان حکومت په وروستيو کې اعلان وکړ هغه مهاجر چې يو کلنۍ «موقتي» اقامې لري د هغو د کورنيو د الحاق پروسه تر دوه کلونو پورې ځنډول شوې ده. يو شمير ګوندونه چې د مهاجرو پلويتوب کوي، دغې مسئلې سره سخت مخالف دي. دوي وايي چې د الحاق پروسه دې آسانه کړل شي تر څو يې په مرسته په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام بهير په ښه توګه ترسره شوی وي.

د وروستيو معلوماتو پر اساس، سربيره پر دې چې آلمان کې د افغان مهاجرو د قبولۍ کچه لوړه ده، خو د هغو د کورنيو د الحاق چانس د نورو هيوادونو د مهاجرو په پرتله لږ دی. ارقام ښيي چې د ۲۰۱۵ کال څخه د ۲۰۱۷ کال تر نيمايي پورې شاوخوا ۳۰ زره افغان مهاجر د ژنيو کنوانيسيون پر اساس منل شوي دي او حق يې لرود چې خپلې کورنۍ آلمان ته راوغواړي. خو په دغې موده کې آلمان د الحاق په چوکاټ کې يوازې درې زره افغانانو ته ويزې ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ياده موده کې عراقي او سوريايي مهاجرو کورنيو د الحاق په برخه کې شاوخوا ۷۰ زره کسانو ته ويزې ورکړل شوي دي.

د افغانستان د سفارت د نشتون ستونزه

مهاجرتونو ډيرې افغان کورنۍ په خپلو کې جلا کړي دي. په دې منځ کې د ښځو او ماشومانو ستونزې د نارينه وو په پرتله زياتې دي. اوس مهال په يونان کې هم ډيرې بې سرپرسته افغان مهاجرې ميرمنې ژوند کوي چې نارينه يې يو نه، يو اروپايي هيواد ته رسيدلي او هڅې کوي چې کورنۍ يې هم ځانته وروغواړي.

د دغو ښځو له ډلې څخه يوه هم رخسار سيدخيلي ده چې له خپلو څلور ماشومانو سره په آتن کې بنده پاتې ده. دغه افغانه ميرمن په آتن کې د افغانستان د سفارت د نه شتون له کبله شکایت کوي. آتن کې د افغان سفارت نه شتون، افغان مهاجرو له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ۲۰۱۵ کال د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت له يو ميليون څخه زيات مهاجر اروپا، خاصتا آلمان ته ورسيدل. د سوريايي مهاجرو څخه وروسته افغانستان د زيات شمير مهاجرو په لرلو سره په دويم ځای کې قرار لري. په آلمان کې د افغان مهاجرو د قبولۍ چانس تر ۵۰ سلنې ښکته ده، په همدې دليل دوي د ادغام ټولو امکاناتو ته پوره لاسرسی نلري. افغانانو له پاره د کورنيو د الحاق موضوع هم یوه له لويو ستونزه ده چې په مختلفو اروپايي هيوادونو کې ورسره مخ دي.

رضا شیرمحمدی/ م.ک.ص