1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جلال اباد:د يوې ليسې يو بلاک جوړ او د بلي د بنسټ ډبره کښيښول سوه

۱۳۸۷ مرداد ۳, پنجشنبه

د400,000 امريکايي ډالرو په ارزښت دننګرهار په ولايت کي د افغان ماشومانو لپاره د آلمان د مرستو د موسسې لخوا د بي بي حوا د انجونو د ليسې یو بلاک جوړ او د الیې ليسې د ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کښېښول سوه.

https://p.dw.com/p/Ej0k
د ننګرهار ولايت د ښووني او روزني رييس محمد اقبال عزيزي د يوې بلې ليسې د بنسټ ډبره کښيښوول.
د ننګرهار ولايت د ښووني او روزني رييس محمد اقبال عزيزي د يوې بلې ليسې د بنسټ ډبره کښيښوول.انځور: DW

د افغان ماشومانو لپاره د آلمان د مرستو د موسسې لخوا دا 16 ښوونځۍ ده چي پدغه ولايت کي جوړيږي. ننګرهار د پوهني ريس محمد اقبال عزيزي په وينا ددې بلاک په جوړېدو سره به د يادي سوي ليسې د زده کوونکو دسرپنا ستونزه تر ډيره بريده هواره سي، د نوموړي په وينا دغه بلاک دوه پوړه دی چي تر ديرشو پوري درسي خوني لري چي د1500 زده کوونکو لپاره دسرپناه ستونزه هواروي. دپوهني رييس د آلمان ددغي مرستندويي ټولني څخه مننه وکړه چي د هيواد د نورو ولايتونو په پرتله د ننګرهار په ولايت کي زيات کار کوي.

خو د بي بي حوا د انجونو د ليسې مديره سيفوره ملکزۍ وايي: د افغان ماشومانو لپاره د آلمان د مرستو د موسسې لخوا ددغه بلاک په جوړيدوسره ددوی په سلوکي دڅلويښتو زده کوونکودسرپنا ستونزه حل کيږي،نوموړې وايي دغه بلاک 27 درسي خوني لري چي د 1500 زده کوونکو د سرپنا ستونزه حل کوي او دوی په ليسه کي تر 6000 پوري زده کوونکي لري.

د افغان ماشومانو لپاره د آلمان د مرستو د موسسې مسولين وايي چي دوي په آلمان کي د افغانانو لپاره له خلګوڅخه مرستي را ټولوي اوبيا يي دننګرهار په ولايت کي دخلکو لپاره ښوونځۍ جوړوي.

د يادوني وړ ده چي د ننګرهار په ولايت کي د ښوونځيو د رغولو کارونه ډير په چټکۍ سره روان دي اوپدې وروستيوڅو ورځو کي د ډيرو ښوونځيو ودانۍ پرانستل سوي او د ډيرو د بنسټ ډبري ايښول سوي دي.