1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایټالیا

جورجیا میلوني د ايټالیا د صدراعظمې په توګه لوړه وکړه

۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبه

«د ایټالیا د ورونو» په نوم ګوند رهبرې، جورجیا میلیوني، د موسولیني له دورې راوروسته تر ټولو ښي اړخی دولت تشکیل کړ. هغې د شنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل.

https://p.dw.com/p/4IZMN
میلوني د ايټالیا د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې - د اکتوبر ۲۲مه ۲۰۲۲
میلوني د ايټالیا د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې - د اکتوبر ۲۲مه ۲۰۲۲انځور: Alessandra Tarantino/AP

ايټالوۍ سیاستوالې، جورجيا ميلوني، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۲نېټه) د ايټاليا د لومړنۍ ښځینه صدراعظمې په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل. د هغې د تحلیف مراسم یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شول، چې ميلیوني په بریا سره يو ښي اړخی ائتلافي حکومت تشکیل کړ.  د هغې ائتلافي شریکان د ايټالیا د فروتزا منځلاري ښي اړخي د ګوند رهبر، سیلویو برلوسکوني او د مهاجرو لیګ ضد ګوند رهبر، ماتئو سالويني دي. دوی د جمعې په ورځ د ايټالیا له ولسمشر سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وليدل.

د ايټالیا د ولسمشرۍ ریاست یو چارواکي، اوګو زامپتي، ولسمشر سره د ميلوني تر کتنې وروسته په کویريناله ماڼۍ کې خبریالانو ته وويل: «جورجیا ميلوني ماموريت منلی دی او د خپلو وزیرانو نوملړ ېې وړاندې کړی دی. د نوی حکومت د تحلیف رسمي مراسم د شنبې په ورځ ترسره شول او تر هغه وروسته به راتلونکې اوونۍ په دواړو مجلسونو کې د اعتماد راېې واخلي.»

میلوني د ایټالیا لمړنی ښځینه صدراعظمه سوه

د اروپا کمیسیون مشرې، اورزولا فون دیرلاين، ميرمن میلوني ته د ايټاليا د لومړنۍ صدراعظمې په توګه مبارکي ورکړه. فون دير لاین وويل چې ميلوني سره همکارۍ ته لېواله ده. د اروپا شورا مشر، چارلز میشل، هم له ميلوني څخه د ايټالیا د لومړنۍ صدراعظمې په توګه هرکلی کړی او پر ټويټر ېې ولیکل: «راځئ چې په ګډه د ايټاليا او اروپايي اتحادېې په ګټه کار وکړو.»

د ايټاليا پخوانی صدراعظم بيرلوسکوني نوي انتخابات غواړی

جورجيا ميلیوني »د ايټاليا وروڼو« (Fratelli d'Italia) ښي اړخي افراطي ګوند رهبره ده کوم چې سیاست ېې له یورو سره د بدبينۍ او مهاجرت سره د مخالفت رېښې لري. دغه گوند ته د (post facist) يا نوي فاشستي گوند خطاب هم کيږي. ياد گوند او سياستوال يې د خپلې مفکورې ريښې د موسوليني په فاشستي مفکوره کي ويني، خو بېله دې چي دموکراسي رده کړي.

خو هغه د دې په لټه کې ده تر څو د خپل نوی فاشيستي ګوند رېښو ته لږ اهمیت ورکړي او وېلي ېې دي چې د هغې ګوند په بريتانيا کې د محافظه کاره ګوند او يا په امریکا متحده ايالاتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند په څير دی.

میلوني غواړي د ايټالیا د نوي حکومت مشري وکړي

د ايټاليا د وروڼو ګوند په ايټالیا کې د ال بي جي تي ډلې یا نر ښځيانو د جنسي حقونو ملاتړ نه کوي.

ميليوني د ښي میانه ائتلاف رهبري پر غاړه درلوده چې په جولای مياشت کې د ماریو دراګي دولت تر سقوط وروسته، د تيرې میاشتې په عمومي انتخاباتو کې د ۴۴ سلنې راېو په ترلاسه کولو سره بریالی شوه.

د ايټاليا وروڼو ګوند د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې يوازې ۵.۴ سلنه راېې په لاس راوړې وې او په تير عمومي انتخاباتو کې ېې تر ټولو لوړ سهم ترلاسه کړ.

/mks/aa/hs/si (AFP, AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل