1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جوماتونه هم د ترهګرو له حملو خوندي نه دي

۱۳۸۹ مهر ۳۰, جمعه

د پاکستان په شمال لويديځ کي لږ تر لږه 9 کسان په دوو بمي چادونو کي ووژل شول. د پوليسو د وينا له مخي لږ تر لږه 22 نور ټپيان شوي دي. يوه پيښه په پښاور کي يو جومات ته نژدي وشوه.

https://p.dw.com/p/PlXL
د ترهګرو د حملو ډیرو قربانيان ولسی وګړي دي
د ترهګرو د حملو ډیرو قربانيان ولسی وګړي ديانځور: AP

نن ماپښين(جمعه) د پېښور په پشته خره كې د جمعې له لمانځه څخه وروسته يوه بمي چاودنه وسوه چې له امله لږ تر لږه دري ولسي وګړي ووژل شول.

له دغي پيښي څخه مخکي د اورکزيو په سيمه کي 6 تنه پاکستاني سر تيري هغه وخت ووژل شول چي د پوحي کتار ترڅنګ يو بم وچود.

دوهمه پېښه د پېښور په پشته خره كې په داسي حال كې رامنځ ته سوه كله چې لمونځكوونكو لمونځ ختم كړ او له مسجد څخه د راوتو په حال كې وو، چې بمي چاودنه وسوه. د عيني شاهدانو په وينا چې وايي كه د لمانځه كولو په وخت دا چاودنه سوې واى نو ډېر نقصان به يې رسولى واى.

.

د راپورونو تر مخه په دې چاودنه كې تر اوسه پوري د دريو كسانو د وژل كېدو او دوه ويشتو نورو د ټپي كېدو خبرونه تر لاسه سوي دي چې په دې كې ماشومان هم شامل دي.

د پېښور د پوليسو مشر خبريالانو ته وويل چې دا سړى مسجد ته د يو فقير په شكل كې راغلى وو چې دا پېښه يې وكړه. دى وايي: « په دې پېښه كې دونيم درې كيلو بم كارول سوى دى او دا سړى د يو لمونځ كوونكي يا مسافر به بڼه مسجد ته راغلى دى، چې وروسته يې بمې چاودنه وكړه كه څه هم موږ په ټولو جوماتونو باندې پېرې درولې دي خو بيا هم دا

پېښه وسوه.»

په پېښور كې د دې بمي چاودنې په اړه د خيبر پښتونخوا ايالت سينېر ايالتي وزير بشير بلور له خبريالانو سره په خبرو كې وويل چې دا بشري ضد عمل دى:

« دا انسانان نه دي دا ځناور دي دا بيا د كوم ځاى اسلام دى چې يو څوك راځي او په مسجدونو او عبادت خانو كې ځانونه هم وژني او نور مسلمانان هم له ځانه سره الوزوي، دا د پښتانه او مسلمان خلاف كار دى دا يو بزدلانه كار دى په لنډو ټكو كې به ووايم چې دا د انسان كار نه دى.»

دا نه چې دا نن په دې سيمه كې دا بمي چاودنه سوې بلكې تر دې مخكې هم په. پېښور كې يو شمېر بمې چاودنې سوې دي.

په پاکستان کي د زور زياتيو لړي دوام د دغه هيواد کروني ثبات يي له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د دغه ايالت د اطلاعاتو وزير مياافتخارحسين وايي: « يقين چې دلته ډېري بمې چاودنې كېدې خو تر ډېره حده پوري مو برياليتوب تر لاسه كړى دى او حالات مو په كنټرول كې اخيستي دي.»

هغه زياته کړه «دغه کسان په دغو غير انساني عملونو لاس پوري کوي، ءتول شوي خلک دي چي په ټولنه کي ځاي نه لري. هغوي نه پر نورو او نه هم پر حان رحم کوي.»

تر اوسه پوري چا د دې بمې چاودنې پړه په غاړه نه ده اخيستې، پېښور د پښتنو هغه سيمه ده چې هر وخت په كې په جماتونو په خاصه توګه د جمعې په لمانځه كې بمې چاودنې سوې دي او په سلګونو كسان يې وژلي دي.

حبيب الرحمن تاثير، كوټه

کتونکي: عبدالباري حکيم