1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حميرا منصوري، د آلمان په ټاکنو کي افغان ټبره نومانده

وصلت حسرت نظیمي۱۳۹۲ شهریور ۲۱, پنجشنبه

حميرا منصوري په آلمان کي ږېږېدلې ده او د دغه هیواد په ويورڅبورگ کي اوسيږي. دغه افغان ټبره آلمانۍ مېرمن د سوسيال ديموکرات گوند له پاره د دغه هیواد په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي برخه اخلي.

https://p.dw.com/p/19gkc
انځور: Homaira Mansury

حميرا منصوري وايي چي آلمان يو داسي هيواد دی چي په کي د بيلا بيلو هيوادونو وګړي ژوند کوي. هغه زیاتوي چي د آلمان په فدرالې شورا یا بندستګ کي هم بايد دغه بېلابېل والی موجود وي. نوموړې مېرمن د آلمان په ويورڅبورگ ښار کي د سوسيال ديموکرات گوند مستقيمه نومانده ده. منصوري د هغې کانديدېدل يوه ښه نخښه بولي او وايي: «زما په فکر د آلمان سوسيال ديموکرات گوند له دغه کار [زما له نوموولو] سره يو مثبت زگنال ورکړی دی. په دې توگه دغه گوند څرگندوي چي د آلمان د نفوس جوړښت [بېلابيلوالی] بايد په پارلمان کي هم تر سترگو سي.»

څلور دېرش کلنه میرمن منصوري وايي چي د «کډوالۍ شاليد لرونکي» اصطلاح يې نه ده خوښه. د نوموړې په وينا هغه د کډوالۍ يوازی دا شاليد لري چي د آلمان بايرن ايالت ته کډواله سوې ده.

د پخواني افغان صدراعظم ډاکټر محمد يوسف لمسۍ

میرمن منصوري په اصل کي د آلمان په راينلاند کي ږېږېدلې او د خپلو ورونو او خوېندو سره لويه سوې ده. د هغې مور او پلار افغانان دي خو زيات وخت کيږي چي په آلمان کي ژوند کوي. حميرا منصوري په شپېتمه لسيزه کي د افغانستان د صدراعظم ډاکتر محمد يوسف لمسۍ ده. نوموړی تر صدراعظمۍ وروسته په ماسکو او د آلمان په بن کي د افغانستان سفير هم پاتې شوی دی.

محمد يوسف خپلي لوړې زده کړې د آلمان په گيوتينگن پوهنتون کي د فزيک په برخه کي کړې دي او دلته يې خپله دوکتورا په ښو نمرو تر لاسه کړې ده نو له همدې کبله حميرا منصوري ته د آلمان او سياست سره لېوالتيا په ميراث پاتې ده. منصوري وايي چي د افغانستان زيات کلتوري اړخونه يې پېژندلي خو هيڅکله د هويت په اړه د بحران سره نه ده مخامخ سوې. هغه زیاتوي چي ورته روښانه ده چي يوه آلمانۍ افغانه ده.

حميرا منصوري په تيرو کلنو کي د لومړي ځل له پاره د خپل پلار او نيکه هيواد افغانستان ته ولاړه. هغې له خپلي مور سره چي د ۲۰۰۲ کال راهيسي په افغانستان کي بشري مرستي کوي په کارونو کې مرسته وکړه. منصوري په دې توگه له نزدې څخه د افغانستان وضعه وليدله او له افغانانو سره یې اړيکي ټينگي کړې.

«د افغانستان په هکله سياست کي بدلون ته اړتيا سته»

د افغانستان په هکله د آلمان سياست هغه موضوع ده چي منصوري ورسره زيات وخت مخامخ سوې ده. منصوري چي د ويورڅبورگ په فرانکن وارته پوهنتون کي د سوسيالوژي استاده ده له زياتو کسانو سره اړیکې لري. هغه کسان چي په افغانستان کي د المان د پوځي ماموريت موضوع ورته مطرح وي. دا پخپله د دغه ماموريت په هکله وايي: «زما په ذهن کي په دې تړاو بېلابيل خيالات سته چي معلومه خبره ده ځینې يې احساساتي هم دي. خو زما هيله دا ده چي د آلمان پوځ بايد يو څه نور وخت له پاره هم په افغانستان کي پاتې سي.»

حمیرا هیله لري چې د آلمان د پارلماني ټاکنو په پایله کې د دغه هیواد په حکومت کې بدلون رامنځ ته شي.
حمیرا هیله لري چې د آلمان د پارلماني ټاکنو په پایله کې د دغه هیواد په حکومت کې بدلون رامنځ ته شي.انځور: Homaira Mansury

منصوري زياتوي چي که بهرني سرتیري له افغانستان څخه ووځي نو افغان ولس به له ستونزو سره مخامخ سي. هغه زياتوي چي له بهرنيو سرتیرو پرته به د بهرنيو مرستندويانو پروړاندې هم ډېرې ستونزې رامنځ ته شي او د هغوی له پاره به په افغانستان کې کار کول ستونزمن شي.

بريا يو سخت هدف دی

د منصوري په آند د افغانستان په هکله د آلمان په اوسني سياست کي بدلون ته اړتيا سته. هغه وايي چي اوسنی حکومت لکه څنگه چي يې ادعا کيږي تر ټولو ښه نه دی. هغه وايي: «زما په آند د آلمان اوسنی ایتلافي حکومت زيات وخت په قدرت وو. دغه حکومت زموږ له پاره په آلمان کي او له آلمان څخه بهر تل گټور نه دی پاتې شوی.»

نوموړې نومانده دې ته په هيله ده چي ټاکنې به په آلمان کي د حکومت د بدلېدو سبب شي. دا چي دغه نومانده به د دغه نوي احتمالي حکومت برخه وي او که نه، د ويورڅبورگ د رايه اچوونکو په لاس کي ده. دا به يو اسانه کار نه وي ځکه د منصوري سيال د «سي ايس يو» د گوند کانديد دی. دغه گوند په بايرن ايالت کي چيرې چي منصوري کانديده ده ډېر پلويان لري. خو منصوري وايي چي بيا هم هيله لري چي زياتي رايي به تر لاسه کړي.