1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت: سوله په غچ اخیستنې نه ټینګیږي

۱۳۹۰ شهریور ۱۱, جمعه

د کورنیو چارو وزارت د ولسي خلکو له لوري د طالبانو د سنګساریدو پیښو اندیښمن کړی او ویره لري چې ښایي ډیري خلک به د شخصي غچ اخیستلو په موخه د محاکمې پرته خپلو دښمنانو ته سزا ورکړي.وزارت دغه کار له قانون سره په ټکرکې بولي

https://p.dw.com/p/12RsZ
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: Jalalzai

په دې  وروستیو کې په غزني او له هغه دمخه د هلمند ولایت په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې د سیمي خلکو یو طالب د یوه دیني عالم د وژلو په تور له محکمې پرته په عام محضر کې د ډبرو او لرګیو په ګزارونو وواژه.
په غزني کې دوه تنه چې ویل کیږي طالبان ول د پیرزاده په کلي کې  هغه مهال د خلکو  له لوري ووژل سول چې له هغوي څخه یې عشر ټولاوه.

د کورنیو چارو وزارت اوس اندیښمن دی چې د ولسونو په دغه کار سره به غچ اخیستونکې بریدونه زور واخلي او ښه به دا وي چې خلک له دغسې کسانو سره د مخامخ کیدو په صورت کې له عدلي او قضایې ارګانونو مرسته وغواړي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي، وایي:

« دا ډیره مهمه ده چې ولسونه د جنایت کارو او خرابکارو کسانو په نیولو کې له حکومت سره مرسته وکړي، او مونږ به جنایت کاران محاکمه او وروسته به ورته د  عمل سزا واورل سي.»
وروستي راپورونه کاږي چې په ډیرو سیمو کې  وسله وال طالبان په زور د خلکو کورونو ته ننوزي، له هغوی عشر او زکات ټولوي او تنکې ځوانان یې په جبر په خپلو لیکو کې ګماري.

په داسي حال کې چې د ډیرو سیمو اوسیدونکې د زور پالو له دغو کړنو په تنګ سوي دي.
حکومت وایې په وروستیو څو میاشتو کې له حکومت او سوله ساتونکو ځواکونو سره د ولسونو همکارې پراخوالی موندلی او د خلکو د زړونو او فکرونو خپلول د دوي د ستراتیژۍ عمده برخه ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د وینا له مخې چې، د سیمې د خلکو همکاري له پولیسو سره اړینه ده خو د همکارۍ ډول باید په قانوني چوکاټ کې وي:

« مونږ له پولیسو سره د ترهګرو او جنایت کارو ډلو د له مینځه وړلو او همدا راز د هغوي له ګډ شر څخه د خلاصولو په برخه کې د خلکو له همکارۍ  مننه کوو، خو ولسي خلک باید په پام کې ولري چې د افغانستان د دولت په چوکاټ کې عدلې او قضایی ارګانونه شتون لري او تورن کسان باید د محاکمه کیدو مختلف پړاونه تیر کړي.»

که له یوه پلوه دعامو خلکو له لوري د طالبانو د سنګسار د پیښو پر  وړاندې د کورنیو چارو وزارت له احتیاط نه ډک  غبرګون ښېې له بلې لوري د افغانستان د بشر  دحقونو مدافع سازمان د با صلاحیته محکمې له حکم پرته  د تورنو کسانو مجازات کول له قانونې اړخه سم کار نه بولي.

دغه کمیسیون د غزني له پیښې وروسته په ټولو خلکو غږ وکړ چې تورن کسان باید سیمیزو ارګانونو ته وسپارل سي.
خو ځيني نور خلک بیا د زور پالو پر وړاندي د ولسونو دغه خوځښت د یوه ستر پاڅون پیلامه بولي.

هغوي وایې که ولسونه په خپلو سیمو کې زور پالي له ګرز را ګرز څخه منع کړي او هغوي ته د امتیاز له ورکولو لاس واخلي نو په دې کار سره به له حکومت سره لویه مرسته سوي وي او دا کار د سولې په لار کې  مهم مثبت خوځښت ببل کیدای سي.

کابل/ جلال زی
کتونکی: سید ریاض