1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خانشين: د کوکنارو د نه کرلو له پاره شرطونه لرو

۱۳۹۰ دی ۴, یکشنبه

د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، کوکنارو نه کرو خو په دې شرط، چي ويالې او زابران مو پاک سي، بيا رغاوني ته مو پاملرنه وسي او ښوونځيو ته مو ودانۍ جوړي سي.

https://p.dw.com/p/13Z1i
د کوکنارو يوه کرونده
د کوکنارو يوه کروندهانځور: picture alliance/dpa

په هلمند ولايت کي کرونده ګرو د کوکنارو کرلو ته زور ورکړی، خو دولت بيا په دې ولايت کي ددغه بوټي د کروندو اړول جدي کار بولي او هره ورځ په ولسواليو کي د خلکو سره غونډي کوي.

د هلمند ولايت ځايي چارواکي وايي، د کوکنارو کرونکي به د قانون منګولو ته سپاري.

په هم دې تړاو د خانشين ځوان ولسوال مسعود خان بلوڅ د کوکنارو سره د مبارزې په ترڅ کي تيره اونۍ ووژل سو. نوموړي د خپلي اولسوالۍ د تاغز په سيمه کي د ولسيٍ خلکو سره د کوکنارو د اړولو د کمپاين پر مهال ووژل سو.

د خانشين ولسوالۍ اوسيدونکي د دولت څخه د کوکنارو د نه کرولو په بدل کي د انارو او انګور د کرلو په برخه کي د مرستي غوښتنه کوي.

هغوئ وايي هغه وخت د کوکنارو د کرلو څخه په بشپړه توګه لاس واخلي چي دولت ددوی د سيمي ټول کانالونه او ويالې ورغوي. د سيمي اوسېدونکي وايي د سمو کانالونو او ويالو د نشتون له امله په ډيرو لګښتونو پر خپلو ځمکواوبه لګوي.

د خانشين ولسوالۍ اوسيدونکو دغه خبري ورسته ترهغه وکړې، چي په ياده ولسوالۍ کي د هلمند والي محمد ګلاب منګل راټولوسوو خلګو ته د کوکنارو د نه کرلو خبرداری ورکاوه.

په خانشين کي هوراي دښتي مځکي خورا پريمانه دي، ويل کيږي د خانشين د ځايي اوسيدونکو تر څنګ د نورو سيمو خلک هم هلته ځي او کوکنار کړي.

خو د هلمند والي وايي د خانشين ولسوالۍ د خلکو ټولي غوښتني مني خو هلته کوکنار نه مني.

هغه وويل په خانشين ولسوالۍ کي د بيا رغاوني کارونه ترلاس لاندي دي او د کرونده ګرو د ويالو او زابرانو کار په لومړيتوبونو کي دئ.

خانشين ولسوالي د هلمند په جنوب کي يوه ليري پرته ولسوالي ده چي د هلمند د اوبو ډک سيند ئې په منځ کي تيرسوی دئ.

دا ولسوالي د ريګونو د ولسوالي په نوم هم مشهوره ده او له گاونډيو هيوادونو ايران او پاکستان سره هم پولي لري.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل