1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

۱۴۰۳ فروردین ۱۲, یکشنبه

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د درنو ورښتونو له کبله اته تنه چې ډېری ېې ماشومان دي مړه شوي او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي. د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي چې ورښتونو په افغانستان کې هم زیانونه اړولي دي.

https://p.dw.com/p/4eHpL
د آرشیف انځور، لاهور - ژمني او موسمي ورښتونه هر کال پاکستان ته مالي او ځاني تاوانونه اړوي
د آرشیف انځور، لاهور - ژمني او موسمي ورښتونه هر کال پاکستان ته مالي او ځاني تاوانونه اړويانځور: Sajjad/Xinhua/IMAGO

طبيعي پېښو ته د رسيدګۍ ځايي ادارې ویاند، انور شهزاد، وويل چې د درنو ورښتونو له کبله د خیبر پښتونخوا ایالت په مختلفو ولسواليو کې د کوټو چتونه لويدلي او خلک يې لاندې کړي دي.

د اسوشتيد پریس د تېر ماښام رپوټ پر اساس، شهزاد وويل چې په مړه شوو کسانو کې درې تنه ېې خویندې وروڼه دي چې عمرونه ېې د ۳ او ۷ ترمنځ دي. پر وینا ېې دغه مرګ ژوبله د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې اوښتې ده.

سږکال په پاکستان کې ژمنۍ ورښتونه ناوخته، د نومبر پر ځای په فبرورۍ کې پيل شول. موسمي او ژمني ورښتونه هر کال دغه هېواد ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړوي. د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان په شمال غرب کې شاوخوا ۳۰ تنه په ورښتونو کې مړه شول.

د آرشیف انځور، ننګرهار - ملګري ملتونو یوه اداره وايي چې د مارچ ۲۹ او ۳۰مې ورښتونو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې مالي زیانونه اړولي
د آرشیف انځور، ننګرهار - ملګري ملتونو یوه اداره وايي چې د مارچ ۲۹ او ۳۰مې ورښتونو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې مالي زیانونه اړوليانځور: Ismail Sirat

ورښتونو په افغانستان کې هم زیانونه اړولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې دفتر (اوچا) د شنبې په ورځ وويل چې د مارچ ۲۹مې او ۳۰مې ورښتونو د افغانستان په یو شمېر علاقو کې له ۱۵۰۰ هکتارو ډېرې کرهڼېزې ځمکې، په سلونو کورونه او د پلونو او سړکونو په څېر مهمې زيربناوې تخریب کړي دي.

تر ټولو ډېر زیانونه په فاریاب، دایکندي او ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې اوښتي دي. د ملګرو ملتونو یاده اداره زياتوي چې د افغانستان د څه کم ېوې میاشتې وروښتونو ۷ کسان مړه کړي او ۳۸۴ کورنۍ ېې اغیزمنې کړي دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشيف څخه (27.08.2022):