1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان استخبارات: د شمالي کوریا توغندي تر آلمانه رسیدای شي

۱۳۹۶ اسفند ۲۸, دوشنبه

د رسنیو په حواله دغه موضوع تیره اوونۍ د آلمان استخباراتي ادارې او د پارلمان د غړو په یوه غونډه کې چې د تړلو دروازو تر شا وه، مطرح شوې. شمالي کوریا د ملګرو ملتونو پر بندیزونو سربیره هم خپل اتومي پروګرام پراخ کړی.

https://p.dw.com/p/2uZi1
Nordkorea Militärparade in Pjöngjang
انځور: picture-alliance/AP Photo/KRT

آلماني رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې د آلمان د «استخباراتي خدماتو فدرالي ادارې» یا (BND) یوه لوړپوړي چارواکي د دې هیواد د پارلمان غړو ته ویلي دي چې د شمالي کوریا توغندي چې د اتومي سرګلولې د لیږدولو وړتیا لري اوس د آلمان په ګډون د مرکزي اروپا هیوادونو ته رسیدای شي.

د تړلو دروازو تر شا په یوه غونډه کې د آلمان د استخباراتي خدمتونو ادارې مرستیال اولي دییل، د پارلمان غړو ته وویل چې په دې برخه کې «یقین» موجود دی چې شمالي کوریا اوس «په خپلو توغندیو سره آلمان او اروپا ته رسیدای شي». دغه خبر لومړی د آلمان «بیلد» ورځپاڼې د غونډي د ګډونوالو په حواله خپور کړ.

دییل همداراز ویلي دي چې آلمان د شمالي او سویلي کوریاوو تر منځ خبرې اترې یو مثبت ګام بولي. تر اوسه پوري لار «د استخباراتي خدماتو فدرالي ادارې» د رسنیو له خوا د خپرو شویو رپوټونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سویلي کوریا يونهاپ خبري آژانس ویلي دي چې په فنلند کې د شمالي کوریا او د امریکایي استازو تر منځ خبرې اترې پیلیدونکې دي. د شنبې او یکشنبې پر ورځو هم امریکایي، جاپاني او د سویلي کوریا استازو په سویل کې د کوریا ټاپووزمې د غیر اتومي کیدو پر سر خبرې اترې وکړي.

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو پر بندیزونو سربیره هم خپل اتومي او د توغندیو پروګرام پر مخ وړي. دغه هیواد وایي چې اتومي پروګرام یې د امریکا متحدو ایالاتو د یوه احتمالي برید د مخنیوي له پاره اړین دی.

زموږ له ارشیف څخه:

m.s/n.z (Reuters)