1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان انتخابات روان دي

۱۳۹۶ مهر ۲, یکشنبه

نن په څه باندې ۶۱ ميليونو آلمانانو باندې غږ شوی دی چې د آلمان نولسم پارلمان وټاکي. د نظرپوښتنو له مخې د انګلا مېرکل ګوند مخکښه دی. خو ښي اړخي عوام پال به څومره پياوړي شي؟

https://p.dw.com/p/2kaS5
Berlin Reichstag
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Widak

تر وروستۍ شېبې پورې مبارزه: د شنبې تر ماښامه پورې هر چا د خپلو ګوندونو او پروګرامونو له پاره تبليغ کړی دی. د آلمان صدراعظمه او د مسيحي دموکرات ګوند مشره د ختيځ سمندر سيمې او خپلې انتخاباتي حوزې ته ورغلې وه، په داسې حال کې چې د هغې اصلي رقيب او د سوسيال دموکرات ګوند مشر، مارتين شولڅ په آخن کې و، يعنې خپل اصلي ښار ويرزلن ته څېرمه. ليبرالانو، کيڼ اړخو، زرغون ګوند او ښي اړخي د بديل ګوند هم په ټول آلمان کې فعال ول څو هغه کسان پيدا کړي چې لا نه پوهيږي چې چا ته رايه ورکړي.

اوس د آلمان د اتباعو نوبت دی. په ټول هېواد کې پر ۶۱،۵ ميليونو آلمانانو باندې غږ شوی دی چې د آلمان نولسم پارلمان وټاکي. دا په ۲۰۱۳ کال کې د وروستيو پارلماني انتخاباتو په پرتله ۴۰۰ زره لږ کسان دي چې رايه ورکوي. په اوسط ډول د نن ورځې رايه ورکوونکی ۵۲ کلن دی چې د هر پخواني وخت په پرتله تر ټولو زيات عمر دی. د رايه ورکوونکو دريمه برخه د آلمان د احصايو د فدرالي ادارې په حواله حتی له ۶۰ کالو زيات عمر لري. دا په داسې حال کې ده چې تقريبا درې ميليونه ځوانان په لومړي ځل خپله رايه کاروي.د ټاکنې پاڼې کاغذي او ډېرې اوږدې دي

دا ځل ۴۲ ګوندونه انتخاباتو ته ولاړ دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې شمېر يوازې ۳۴ و. په ۲۹۹ انتخاباتي سيمو کې ټاکنيزې حوزې د سهار د اتو بجو راهيسې پرانيستې دي چې د ماښام په شپږو بجو بېرته تړل کيږي. تقريبا ۵۶۰ زره داوطلبه مرستندويان د دې غم خوري چې د رايې ورکولو بهير په منظم او سم حقوقي ډول تر سره شي. ډېر څه بايد په نظر کې ونيول شي. دا چې ټاکنې محرمې دي، نو هر رايه ورکوونکی بايد په جلا توګه د ټاکنې غرفې ته ورشي، حتی ماشومان هم هغه نه شي بدرګه کولای. د ټاکنو د نويو مقرراتو له مخې سړی په غرفه کې داسې عکس يا سېلفي هم نه شي اخيستلی په کوم کې چې ډکه شوې انتخاباتي پاڼه د ليدو وړ وي. څوک چې دغسې يو عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپروي، نو رايه يې نه يوازې دا چې باطله اعلانيږي، بلکې هغه جرم هم تر سره کوي.

د انتخاباتي حوزو تر تړل کېدو سمدلاسه وروسته د نظرپوښتنو انستيتوتونه اجازه لري چې د انتخاباتو د پايلو يوه لومړنۍ وړاندوينه خپره کړي. اکثره سياستوالان دغو پايلو ته په برلين کې انتظار باسي. ټولو هغو ګوندونو چې د آلمان پارلمان ته د لارموندلو چانس لري، د انتخاباتي مېلو بلنه هم ورکړې ده. مسيحي دموکرات، سوسيال دموکرات او ليبرال دموکرات ګوندونو په خپلو حزبي مرکزونو کې جشن نيسي او کيڼ، زرغون او د آلمان له پاره د بديل ګوندونو په برلين کې تالارونه کرايه کړي دي.په تلوسې سره انتظار ويستل

د سياستوالو له پاره دغه بهير د بری ليک اخيستلو په څېر يوه پېښه ده. د نظرپوښتنو په حواله يې تل ليدلی شوای چې څوک څومره مخکښ دي، خو سړی بيا هم نه پوهيږي. د هېښتيا او حيرانتيا امکان تل موجود وي. سربېره پر دې نسبتا ډېر شمېر خلک يوازې په انتخاباتي غرفه کې تصميم نيسي چې کوم ګوند يا کوم کانديد ته رايه ورکړي. صدراعظمه انګلا مېرکل به له غرمې وروسته په دوه نيمو بجو د برلين په مرکز کې خپله رايه ورکړي. د سوسيال دموکرات ګوند نوماند، مارتين شولڅ، بيا غواړي چې خپله رايه په ويرزلن کې وکاروي او ورپسې د برلين په لور حرکت وکړي.

په ډېر احتمال سره به مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه يو ځل بيا د آلمان په پارلماني انتخاباتو کې تر ټولو ستر ځواک جوړ شي. خو د ۲۰۱۳ کال په پرتله چې يې ۴۱،۵ سلنه رايې اخيستې وې، به يې رايې دا ځل خورا راکمې شي. په وروستيو نظرپوښتنو کې يې تقريبا ۵ سلنه لږې رايې پېش بيني شوې دي. د ۲۰۱۳ کال په پرتله لا خرابه پايله ښايي د هغوی اوسنی ائيتلافي ملګری، يعنې سوسيال دموکرات  ګوند هم واخلي. په وروستيو ټاکنو کې يې ۲۵،۷ سلنه رايې اخيستې وې او په ۲۰۰۹ کال کې ۲۳ سلنه. 

Deutschland Symbolbild Wahlen Stimmabgabe Wahlbeteiligung
آلمان کي رايه اچونه مخفي ويانځور: picture-alliance/dpa/P. Endig
Berlin, Bundeskanzlerin Angela Merkel im Wahlkampf
انګلامېرکل د شنبې په ورځ د کامپاين پر وختانځور: Reuters/F.Bensch