1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د تابعیت ترلاسه کولو مهم شرطونه کوم دي؟

۱۳۹۵ اسفند ۱, یکشنبه

د آلماني تابعیت غوښتونکي باید لږ تر لږه اته کاله په آلمان کې اوسیدلي وي. سربیره پردې، د تابعیت غوښتونکی کس باید د ځان او د خپلې کورنۍ د خرڅ د پیداکولو وړتیا ولري. په دې هکله نور جزیات موږ په دې رپوټ کې راټول کړي دي.

https://p.dw.com/p/2Xr6g
Deutscher Reisepass
انځور: picture-alliance/dpa/R. B. Fishman

۱. همداسې چې په آلمان کې د اقامې د اجازې ترلاسه کولو له پاره یو ځانګړی مقدار مصرف لري، د دغه هیواد د پاسپورت ترلاسه کولو له پاره هم باید حکومت ته پیسې ورکړل شي. د بالغ کسانو د تابعیت ترلاسه کولو له پاره ۲۵۵ یورو او د کم عمر کسانو له پاره ۵۱ یورو بیه ټاکل شوې ده.

۲. د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې د قانون په اساس، یو کس چې اقامه ولري باید په آلمان کې د اتو کلونو له پاره اوسیدلې وي ترڅو وکولای شي د دې هیواد تابعیت ترلاسه کړي. په ځینو ځانګړو مواردو کې بیا شپږ یا اوه کاله هم کفایت کوي.

۳. د اولي تابعیت پریښودل: د بهرنیو هیوادونو وګړي د دې له پاره چې د آلمان تابعیت ترلاسه کړي، باید خپل لومړنۍ تابعیت پریږدي. هغه بهرني وګړي چې په آلمان کې نه دي لوی شوي، زیاتره یې د آلمان د تابعیت د ترلاسه کولو له پاره باید د خپل پخواني تابعیت له لرلو صرف نظر وکړي.

۴. بل شرط دادی چې د آلمان د تابعیت ترلاسه کونکی باید د دې وړتیا ولري چې د خپل ځان او کورنۍ مصارف تامین کړي، دا په دې معنې چې په ټولنیزو مرستو یا «سوسیال» پورې تړلی نه وي.

۵. هغه څوک چې غواړي د آلمان تابعیت ترلاسه کړي، باید د دې هیواد پر «آزاد بنیادي نظم او  پر دموکراتیک اساسي قانون» اعتراف وکړي. مجرمین نه شي کولای چې د آلمان تابعیت ترلاسه کړي.

۶. د آلمان د تابعیت ترلاسه کوونکی باید تر دومره حده پر آلماني ژبې مسلط وي چې وکولای شي په آلمان کې خپل ورځنی ژوند پرمخ یوسي او د «B1 د ژبې د معتبر سند» درلودل هم یو له مهمو شرطونو څخه دي.

۷. سربیره پر دې، هغه څوک چې غواړي د آلمان تابعیت ترلاسه کړي، باید د «تابعیت ازموینه یا Einburgerungstest په بریالیتوب سره تیر کړي. له تابعیت ازموینې څخه هدف اصلاً په آلمان کې له ژوند، ټولنیز نظم او حقوقو سره بلدتیا ده. په دې ازموینه کې باید یو څوک له ټولو ۳۳ پوښتونو څخه ۱۷ پوښتونو ته سم ځواب ورکړي.

[منبع: dpa/hm]

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:
«افغانان کومو ۲۳ هيوادونو ته بې مخکنۍ ويزې سفر کولای سي؟»