1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د صدراعظمې مرستیال د پیگیدا له پلویانو سره ولیدل

مسعود جهش (epd, dpa)۱۳۹۳ بهمن ۴, شنبه

د آلمان د صدر اعظمې مرستیال زیگمار گبریل، په دې هیواد کې د «اروپا د اسلامي کولو ضد» خوځښت له یو شمیر ملاتړو سره لیدلي دي. په عین حال کې په زرهاو آلمانیانو د تبعیض او دغې ډلې پر ضد مظاهرې ترسره کړي.

https://p.dw.com/p/1EPw1
انځور: picture-alliance/dpa

زیگمار گبریل چې د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند غړی دی، په دریسدن ښار کې یوه لکچر ته بلل شوی وو. هغه په غیر پلان شوې توگه په همدې ښار ک په یوې غونډه کې هم گډون وکړ چې ورته د پیگیدا ملاتړې راغلي وو. د پیگیدا ډله د اروپا د اسلامي کولو پر ضد مظاهرې کوي.

گبریل ویلي دي چې هغه په شخصي توگه دې غونډې ته تللی دی ترڅو د پیگیدا ډلې د غړو په یوه لگچر کې گډون وکړي. په دې غونډه کې له ۲۰۰ څخه ډیرو کسانو گډون کړی وو چې په کې د پیگیدا ډلې پلویان او مخالفین شامل وو.

گبریل د غونډې په جریان کې د پیگیدا د ملاتړو په یوه بحث کې هم گډون وکړ. هغه د آلمان یوه تلویزیون ته ویلي دي: «په دیموکراسي کې یو له بل سره خبرې کول تر ټولو ښه کار دی.»

آلماني چارواکي په دې اړه فکر کوي چې د پیگیدا له ډلې سره کوم ډول چلن وکړي. د گبریل په سوسیال دیموکرات گوند کې په دې اړه بیلا بیل نظرونه موجود دي. یو شمیر سیاستوال وایي چې باید له دغې ډلې سره خبرې وشي، خو یو شمیر نور بیا په دې اند دي چې له پیگیدا سره خبرې کول کیدای شي چې نورو کسانو ته غلط زیگنال واستوي.

په عین حال کې د جمعې په ورځ شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسانو د آلمان په فرای بورگ ښار کې د تبعیض پر ضد مظاهرې وکړې. پولیسو ویلي دي چې دغه مظاهرې په سوله ییزه توگه ترسره شوې دي.

پیگیدا هم د یکشنبې په ورځ د آلمان په دریسدن ښار کې یوه مظاهره جوړه کړې ده چې تمه کیږي ۲۵۰۰۰ کسان په کې گډون وکړي. دې ډلې د تیرې دوشنبې په ورځ د مظاهره کولو غوښتنه کړې وه خو د پولیسو له خوا ورته اجازه ور نه کړل شوه ځکه د پولیسو په حواله د دلې د پخواني تنظیموونکي لوتز بخمن، پر ضد گواښونه موجود ول. بخمن تر هغه وروسته د پیگیدا ډلې د تنظیموونکي په توگه له خپلې دندې استعفا وکړه چې د آلمان بیلید ورځپاڼې ادولف هیتلر ته ورته د هغه یو انځور خپور کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب