1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر مني پورې به د اخراج لومړنی مرکز جوړ کړل شي»

۱۳۹۷ فروردین ۹, پنجشنبه

د اخراج د مرکز جوړول د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر د ماسترپلان یوه برخه ده. ټاکل شوې چې د اخراج د مرکز په نامه له دې مرکز څخه به پناه غوښتونکي وروسته له هغې وتلی شي چې د پناه د غوښتنې په هکله یي پریکړه شوي وي.

https://p.dw.com/p/2vBWT
Deutschland Flüchtlingszentrum in Bamberg
انځور: picture-alliance/dpa/N. Armer

د یوې آلمانۍ ورځپاڼې په حواله، د آلمان فدرال حکومت غواړي چې د روان کال د مني موسم په لومړۍ میاشت کې د پناه غوښتونکو له پاره دغه راز یو مرکز جوړ کړي. د آلمان په بایرن ایالت کې د مسیحي دیموکرات ګوند لوړپوړي سیاستوال شتیفان مایر د «زود دویچه څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د آلمان فدرال پولیس به د دې مرکز مسوولیت پر غاړه ولري.

د مایر په وینا، دغه پریکړه د چارواکو د اجندا په سر کې ځای لري. نوموړي ویلي: «زه فکر کوم چې موږ به وکولای شو چې د ایستر (د مسحیانو اختر) تر رخصتیو وروسته په دې هکله یوه طرح وړاندې کړو.» مایر غواړي چې د دې پروژې له پاره له شته بنسټونو او تأسیساتو کار واخلي.

په دې ترتیب امکان لري چې د بایرن ایالت په بامبرګ او منشینګ کې د مهاجرینو د ترانزیت له مرکزونو او یا هم د هیسن ایالت په ګیسن ښار کې د مهاجرینو د ثبت لومړني مرکز څخه استفاده وشي.

مایر په دې هکله وویل چې په ګیسن کې دغه مرکز د ۱۳ زره کسانو ظرفیت لري او په دې ښار کې د امریکايي ځواکونو د سرتیرو د استوګنې ځای هم د درې زره کسانو له پاره اضافي ځای لري.

Infografik Duldung Ausländer DEU
په ۲۰۱۷م کال کې باید ۶۴ زره او ۹۱۴ کسانو آلمان ترک کړی وای، خو د اسنادو د نه شتون له امله دوی زغمل کیږي

مایر د خپلو خبرو په دوام کې ویلي دي چې سربیره پر دې د آلمان د فدرال حکومت هدف باید د اخراج په موخه د مهاجرینو د اخراج ځایونو د پام وړ زیاتوالی وي. د آلمان په بایرن ایالت کې د سوسیال مسیحي ګوند د دې سیاستوال په حواله د تیرکال په ترڅ کې د ۶۵ زره کسانو اخراج له دې امله امکان نه درلود، ځکه چې دغو کسانو د اخراج له پاره اړین سفري اسناد لکه پاسپورتونه او یا د هغې بدیل اسناد نه درلودل.

په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته د تګ له پاره د مهاجرینو هڅول

تر دې وړاندې، د آلمان د پراختیایي چارو وزیر ګیرد مولر، اعلان کړی وو چې ټاکل شوې دوی په کلني ډول نیم میلیارد یورو په داسې یو پروګرام مصرف کړي چې هدف یې خپلو هیوادونو ته په خپله خوښه د مهاجرینو بیرته تګ ته هڅول دي.

آلمان د مهاجرو په خپله خوښه د ستنيدو يو نوی پروگرام په نظر کې نيولی

ټاکل شوې چې دغه پیسې به په داسې پروژو مصرف کړل شي چې د مهاجرینو په اصلي هیوادونو کې اوسمهال جریان لري. مولر په دې هکله ویلي وو چې ټاکل شوې چې په عراق کې د دوی د وزارت په ملاتړ د زیمنس په نامه آلمانی شرکت، په دې هیواد کې پنځه زره بیرته راغلي مهاجر او ځايي کسان د برق او د انرژۍ د تخنیک په برخه کې وروزي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: