1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: درې ګوندونه افغانستان ته د مهاجرو اخراج غواړي

۱۴۰۲ شهریور ۱۱, شنبه

د آلمان د ځینو مشهورو سیاسي ګوندونو استازو ویلي چې افغانستان ته د مجرمینو او خطرناکو پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر باید بیرته له سره پیل شي. له دغو سیاستوالو څخه یوه یې ویلي چې «د کابل هوايي ډګر خلاص دی او اخراج ممکن دی.»

https://p.dw.com/p/4VsZC
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د آزاد دیموکرات ګوند، د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد او د بایرن د مسیحي سوسیال اتحاد ګوندونو ځینو غړو ویلي دي چېافغانستان ته د مهاجرو د اخراج بهیر دې یو ځل بیا بیرته پیل شي.

د آلمان د آزاد دیموکراتیک پارلماني ډلې مشر سټیفن تومای، د بایرن د رسنیو له ډلې سره په مرکه کې وویل: «هر هغه څوک چې د بهرني په توګه په قانوني توګه په جنایي جرم محکوم شوی او د خطرناک شخص په توګه طبقه بندي شوی وي باید آلمان ترک کړي.»

دغه الماني سياسي څېرې د بېلګې په توګه د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له جرمني څخه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د شاوخوا ۶۵۰ افغانانو اخراج ته اشاره وکړه او ويې ويل: «مسئله دا ده چې آيا افغانستان د «جنايتکارانو، اسلامپالو، جهاديانو او سلفيانو» لپاره ناامنه دی؟ یا نه، دغه څه باید په موردي توګه و ارزول شي.»

د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد او د بایرن د مسیحي سوسیال اتحاد د پارلماني ډلې د داخلي سیاست ویاند الکساندر تروم غوښتنه وکړه چې لږ تر لږه افغانستان ته دې د جدي مجرمینو او خطرناکو کسانو اخراج امکان آسانه شي.

د آلمان د آزاد دیموکرات ګوند، د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد او د بایرن د مسیحي سوسیال اتحاد ګوندونو ځینو غړو ویلي دي چې افغانستان ته د مهاجرو د اخراج بهیر دې یو ځل بیا بیرته پیل شي.
د آلمان د آزاد دیموکرات ګوند، د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد او د بایرن د مسیحي سوسیال اتحاد ګوندونو ځینو غړو ویلي دي چې افغانستان ته د مهاجرو د اخراج بهیر دې یو ځل بیا بیرته پیل شي.انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د پارلمان دغه غړي ترکيه د بېلګې په توګه ياده کړه. ترکيه اوسمهال د افغانانو اخراج ته دوام ورکوي.الکساندر ټروم زیاته کړه: «د کابل هوايي ډګر خلاص دی او په اصل کې افغانستان ته اخراج ممکن دی.»

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند د پارلماني څانګي مرستیال دیرک وایس بیا د دغو وړاندیزونو پرخلاف بل ډول څرګندونې کړي دي. هغه ویلي چې وړاندیزونه دې عملي شي او زیاتوي چې امنیتي وضعیت باید په هیواد کې د خطرناکو کډوالو د اخراج اجازه ورکړي.

وایس ټینګار وکړ: «هغه پناه غوښتونکي چې لا نه وي منل شوي، او په المان کې یې جدي جرمونه کړي، په دې هیواد کې د اوسیدو حق یې له لاسه ورکړی دی.» د هغه په وینا موږ نه شو کولی چې خلک احتمالي مرګ ته ولیږو.