1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان وروستي سرتیري له سومالیې څخه وزي

۱۳۹۷ فروردین ۴, شنبه

د مارچ میاشتې په پای کې آلمان خپل عسکر له سومالیا څخه باسي. دوی په سومالیا کې د اروپایې اتحادیې د ماموريت په چوکاټ کې د دغه هیواد سرتیرو ته روزنه ورکوله. دغه هیواد لا تر اوسه پورې د ثبات پر لور اوږده فاصله په مخ کې لري.

https://p.dw.com/p/2uuDz
Bundeswehr EUTM in Somalia
انځور: Imago/Xinhua

د سومالیا د امنیت وزارت په حواله د پنجشنبې په ورځ د یوې بمې چاودنې په پایله ۱۷ تنه ووژل شول. دغه پیښه په پلازمېنه موګادیشو کې د یوه هوټل مخې ته په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په نتیجه رامنځته شوي وه.

د یاد وزارت یوه ویاند وویل چې د وهیلیای هوټل ځکه په نښه شوی وو چې په همدې وخت کې په کښې یوه حکومتی غونډه روانه وه. د الشباب افراطي اسلامي ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

په سومالیا کې دا ډول پیښې رنځ ورکونکي ورځني واقیتونه دي. تیر کال د نوامبر په میاشت کې د یوه لارۍ موټر چلونکي په لارۍ کې له بار چاودیدونکو توکو سره تر ۵۰۰ ډیر انسانان ووژل.

د سومالیایې سرتیرو د روزنې له پاره د اروپایې اتحادیې د نظامي ماموريت سیاسي مشاور، پروفیسور شټیفن برونه، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل:

«د ۲۰۱۷ م کال په مني کې په موګادیشو کې دغه لوی برید ته، چې تر ۵۰۰ ډیر انسانان یې ووژل او تر ۳۰۰ ډیر یې ټپیان کړل، د سومالیې د داخلي شخړو د یوې نښې په توګه کتلی شو. د دغو منازعاتو له پاره، د جمهوري سومالیاند په رسمیت پیژندل کیدو د نا حل شوې مسالې تر څنګ مختلف دلایل موجود دي. د اټکلونو له مخې د شخړو د ډیریدو یو بل لامل هم، د امریکا متحده ایالاتو له خوا د خپلو سرتیرو د تقویه کولو او د الشباب ډلې پر اهدافو د بی پیلوټه الوتکو د بریدونو د پراخولو سیاست دی چې د شخړو د ډیریدو سبب کیږي.»

سومالیا د ۳۰ کلونو راهیسې د تاوریخووالي د پيښو شاهده ده. سره له دې چې د افریقایې اتحادیې ماموریت تر ۲۰۱۴ م کال وروسته چې د الشباب ډله یې د دغه هیواد له یوې لويي برخې څخه پر شاتګ ته اړه کړه درول شوی، خو تر ټولو دمخه په مرکزي او سویلي سومالیا کې ګواښونه بې له کوم تغير څخه په خپل حال باقي پاتي دي.

Somalia Mogadischu - Bombenanschlag
په موګادیشو کې د پنجشنبې ورځي بمي چاودنې ۱۷ تنه ووژلانځور: picture-alliance/AA/S. Mohamed

تر سختو شرایطو لاندې د آلماني پوځ ماموريت

په دا ډول یو نا مطمئن وضعیت کې آلماني پوځ د اروپایې اتحادیې د نظامي ماموريت په چوکاټ کې د سومالیایي ځواکونو د روزنې په برخه کې خپله ونډه پای ته رسوي.

د آلماني روزونکو ماموريت د مارچ میاشتې په ۳۱ نیټه پای ته رسیږي. د فبرورۍ په میاشت کې څرګنده شوه چې آلمان نه غواړي دغه ماموريت تمدید کړي.

د آلمان د حکومت د څرګندونو په حواله د اروپایې اتحادیې ماموریت چې د ۱۲ هیوادونو شاوخوا ۱۵۵ سرتیرې په کې شامل دي په تیرو ۸ کلونو کې یې ۵۰۰ سومالیایې سرتیرې روزلي دي. په دې وروستیو کې یوازې پنځه آلماني سرتیرې د دې ماموريت په چوکاټ کې په سومالیا کې مستقر ول.

د آلمان حکومت د خپلو سرتیرو د ایستلو دلیل د سومالیې د حکومتي ادارو په سیاسي جوړښتونو او بنسټونو کې نیمګړتیاوي بیانوي. د آلمان د دفاع وزارت ویلي دي چې د سومالیا پوځي ځواکونه تر اوسه پورې په کافي اندازه غښتلي نه دي او د نورو نیګړتیاو تر څنګ د دغه هیواد په دفاعي سیاست کې اصلاحات نه دي عملي شوي.

سربیره پر دې د آلمان د دفاع وزارت نیوکه کوي چې د سومالیا روزل شوي سرتیري په کافي اندازه وسلې او تجهیزات نه لري.

آلمان غواړي چې د اروپایې اتحادیې په چوکاټ کې د یوه نوي ماموريت رامنځته کولو کوښښ وکړي، چې تر ټولو په لومړي قدم کې د سومالیایې سرتیرو ته د مشوره ورکونې او د هغوې د روزنې چارې ترسره کړي.