1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان يوې محکمې افغانستان ته د مهاجرو اخراج تائيد کړ

۱۳۹۶ شهریور ۲۹, چهارشنبه

د آلمان د راينلندفالڅ عالي اداري محکمې د افغانانو د اخراج په موضوع کي د آلمان د حکومت دريځ تائيد کړ. دغې محکمې ته يو افغان مهاجر د خپل اخراج د حکم پر ضد مراجعه کړې وه.

https://p.dw.com/p/2kNbE
Gerichtshammer
انځور: Bilderbox

د آلمان د راينلند فالڅ عالي اداري محکمې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۲۰مه نېټه) د يوه افغان مهاجر په قضيه کي خپله فيصله واوروله. په دغه فيصله کي راغلي چي په حتمي توګه په ټول افغانستان کي هر بېرته ستنېدونکي ملکي کس ته «په فردي توګه د ژوند او امنيت ګواښ موجود نه دی».

دعوی کوونکی يو ځوان افغان مهاجر وو. دغه ځوان په آلمان کي د پناه غوښتنه کړې وه چي د مهاجرت او پناه غوښتنې د فدرالي ادارې له خوا رد سوې وه. دغه افغان مهاجر د خپل رد جواب پر ضد د ياد ولايت په عالي اداري محکمه کي اقامه دعوی کړې وه چي د محکمې په فيصله کي رد کړل سوه.

دغه ځوان د خپل دريځ په استدلال کي ويلي ول چي په افغانستان کي موجوده امنيتي وضعيت د بېرته ستنېدو له پاره ښه نه دی. خو عالي اداري محکمې په دغه قضيه کي د اړوند فدرالي ادارې فيصله تائيد کړه او د ځوان افغان مهاجر ادعا يې رد کړه.

د محکمې په فيصله کي راغلي چي په افغانستان کي امنيت د سيمو تر منځ توپير لري. د آلمان يو شمېر نوري اداري محکمې هم دې نتيجې ته رسېدلي دي چي وايي په ټول افغانستان کي فرد ته سراسري تهديد او ګواښ وجود نه لري.

د روان مېلادي کال د می مياشتي پر ۳۱مه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د آلمان سفارت ته نژدې چاودنه کي چي نژدې ۱۵۰ انسانان پکښې ووژل شول او په سونو نور پکښې ژوبل شول، له آلمان څخه کابل ته د رد سوو افغان مهاجرو د لېږد پروسه وځنډوله سوه. خو په جولای مياشت کي دغه پروسه بېرته پېل سوه او د آلماني چارواکو په وينا هغه افغان مهاجر يې بېرته کابل ته ولېږدول چي په آلمان کي يې جرمونه کړي ول او دغه جرمونه ورباندي ثابت سوي ول.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ويلي دي چي د روان کال په مني کي به په افغانستان کي امنيتي وضعيت بیا وارزول سي.

زموږ له ارشيف څخه: