1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د مهاجرو د کورنيو د ادغام طرحه تصویب کړه

۱۳۹۷ خرداد ۲۶, شنبه

د آلمان حکومت د مهاجرو د کورنيو د غړو د ادغام طرحه د دغه هيواد په پارلمان کې تصويب کړه. دې سره به هره مياشت د موقتي اقامه لرونکو مهاجرو د کورنيو زر تنه غړي وشي کړای آلمان ته راشي او له خپلو کورنيو سره يو ځای شي.

https://p.dw.com/p/2zfZ7
Deutschland Berlin Bundestag 39. Sitzung
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

د آلمان د پارلمان يا بوندستاګ ۳۷۰ غړو د جمعې په ورځ د مهاجرو د کورنيو د پيوستون يا ادغام طرحې ته مثبتې رايې ورکړې. ۲۹۰ تنو مخالفې راېې او درې کسانو بيا ممتنع راېې کارولي دي.

د دغې طرحې پر اساس به هر کال په آلمان کې د هغو مهاجرو چې موقتي اقامې يې ترلاسه کړي د کورنيو ۱۲ زره غړو ته آلمان ته د راتلو اجازه ورکړل شي. دا هغه مهاجر دي په خپلو هيوادونو کې د جګړو یا د نورو ډيرو سرختو شرایطو لکه تعقيب له امله آلمان ته مهاجر شوي دی.

د آلمان حکومت له دغې طرحې سره خپل موافقت د روان کال په پسرلي کې اعلان کړی وو.

د مهاجرو د ادغام له پاره د نوي پلان غوښتنه

آلمان ـ د مهاجرو کورنۍ څنګه رابلل کيږي؟

د دغو افرادو ټاکنه د «اداري چارو فدرالي ادارې» (Bundesverwaltungsamt) له خوا ترسره کیږي. په دې برخه کې به «بشردوستانه دلایل» تعينونکي وي. د خپلې ميرمنې يا ميړه څخه اوږدمهاله لرې توب، د ۱۸ کلونو څخه ښکته عمر ماشوم لرل، په خپل هيواد کې د مهاجر د کورنۍ لمړۍ درجه غړو ته جدي خطرونه او لا اعلاجه ناروغۍ چې اوږدې پالنې ته اړتيا لري، له دغو «بشر دوستانه» دلايلو له ډلې څخه شميرل کيږي.

د «اداري چارو فدرالي اداره» په ځينو استثنايي یا «سختو» حالاتو لکه د مهاجر شديده ناروغۍ، د ټاکل شوي زرکسيزه حد څخه واوړي.

 د ګوندونو مخالفت

کيڼ اړخي ګوندونو، آزادو دموکراټانو او د مهاجرو د حقونو مدافع سازمانونو د مهاجرو د کورنيو د ادغام له دغه نوي قانون سره مخالف دي.

د آلمان حکومت د دغې قانوني طرحې تر تصويب د مخه د بشر حقونو سازمانونو سره سلا مشورې کړې وې او دا يې موندلې وه چې يو شمير سازمانونه هغه ردوي.

يو شمير کليسايي سازمانونو په يوه ګډه اعلاميه کې د حکومت پر دغې لايحې نيوکې کړي او هغه يې «غيرانساني» او د نه منلو طرحه ياده کړې ده.

کيڼ اړخو او آزاد دموکراټانو پارلمان ته دوه جلا طرحې وړاندې کړې وې. کيڼ اړخي ګوند په خپلې طرحه کې د ټولو مهاجرو د کورنيو د ادغام په برخه کې د هر ډول قانوني خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

آزادو دموکراټانو بيا په خپله طرحه کې آلمان ته د پناه غوښتونکو د کورنيو له مهاجرت کولو سره مخالفت ښکاره کړی وو.

د آلمان د پارلمان اکثريت غړو دغه دوه طرحې رد کړې وې.

دا هم د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: