1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان یوه ډله تایوان ته ځي

۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

د آلمان یوه پارلماني ډله د همدې اوونۍ په پای کې تایوان ته سفر کوي. د دغې ډلې یوه غړي وويل چې چين د آلمان او تایوان ترمنځ په سیاسي همکاريو کې «نه باید مداخله وکړي».

https://p.dw.com/p/4HabJ
د آلمان مرکزي یا فدرالي پارلمان - د آرشیف انځور
د آلمان مرکزي یا فدرالي پارلمان - د آرشیف انځورانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د آلمان د مرکزي پارلمان (بونديستاګ) غړي، تیل شتیفن چې له زرغون ګوند څخه دی، دویچه ويله ته وويل دا مهمه ده چې موږ له تايوان سره خپله دوستي ښکاره کړو... تایوان د ديموکراسۍ یو هیواد دی او دا زموږ له پاره مهمه ده چې اړيکې ورسره ولرو تر څو له نورو ديموکراتيکو هیوادونو سره همکاري ولرو.»

چین چې تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي، تايواني چارواکو سره د بهرنيو هیوادونو د ديپلوماتيکو اړيکو لرلو سره مخالف دی. خو شتيفن وويل: «زما په فکر چین نه باید په دغې همکارۍ کې مداخله وکړي... موږ دغه همکاري له کلونو کلونو مخکې څخه لرو.»

د آلمان دغه سياستوال ټينګار وکړ چې تایوان ته د دوی سفر د آلمان د «واحد چین» سیاست پر مبنا ترسره کيږي.

په وروستیو کې د امریکا د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي تایوان ته رسمي سفر درلود چې په چين کې ېې پراخ او تند غبرګونونه راوپارول.

شتیفن د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا چېن به ستاسو په سفر غوسه نه شي، وويل: «موږ به له دغه سفره ډير څه زده کړو، مثلا د کرونا وبا په هکله پاليسي کوم چې په آلمان که ېو څه متفاوته او موثره ده او تایوان کې مختلفې دي او دا مهمه ده چې موږ دغه تفاوتونه پېدا کړو.