1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پر سرحدونو د لا زیات کنترول غوښتنه

۱۳۹۶ اسفند ۲۸, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزير هورست زيهوفر غواړي چې د هيواد پر پولو يې کنترول زيات شي. هغه نیوکه کوي چې ولي د آلمان د پولو پر ځينو برخو دايمې کنترول شته نه پر ډيرو.

https://p.dw.com/p/2uZHf
Horst Seehofer (CSU)
د آلمان کورنيو چارو نوی وزير هورست زيهوفرانځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

د آلمان د کورنيو چارو نوي وزير هورست زيهوفر غواړي اروپايي تړون «شنګن»، تر یو نامعلوم وخت پوري لغو او د آلمان پر پولو کنترول لا شديد کړل شي.

د مسيحي سوسيال اتحاد دغه سياستوال آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتګ» ته وويل: «د اروپايي اتحاديې د هر غړي هيواد پر پولو باندي کنترول بايد، تر هغه وخته پوري چې دغه اتحاديه پر خپلو بهرنیو پولو د کنترول لرلو توان ونه لري، ادامه ولري.»

زيهوفر د خپلو خبرو په دوام وويل چې دی فکر نه کوي چې اروپايي اتحاديه دې په نژدې راتلونکې کې په دې بريالۍ شي چې پر خپلو بهرنيو پولو دې کنترول تامين کړي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير په داسې حال کې چې ټينګار کوي اوسمهال يوازې د هيواد پر محدودو پولو دايمې کنترول موجود دی، وايي چې دغه کنترول کافي نه دی، بايد پر پولو کنترول لا ډير کړل شي تر څو دغه هيواد ته د غیر قانوني مهاجرو د داخليدو مخنيوی شوی وي.

Deutschland Grenzkontrollen Bad Reichenhall Polizei
د آلمان پر پولو کنترول ډيريږيانځور: picture alliance/dpa /M. Balk

بلغاريا چې په حاضر وخت کې د اروپايي اتحاديې د نوبتي شورا د رياست مسئوليت پر غاړه لري، د ۲۰۱۷م کال په فبروري مياشتې کې يې له آلمان او د اتحادېې له څلورو نورو غړو هيوادونو څخه وغوښتل چې پر خپلو پولو دي موجوده کنترول ژر تر ژره ليري کړي.

دغې شورا د تير ميلادي کال (۲۰۱۷) له می مياشتې څخه له اتريش، آلمان، دنمارک سويډن، او د اروپايي اتحاديې له بل نه غړيتوب لرونکي هيواد ناروې څخه غواړي چې د خپلو هيوادونو پولې دې د اروپايي اتحاديې د هيوادونو پر مخ پرانيزې.

 آلمان د اروپايي اتحاديې لومړی هيواد وو چې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر مياشت کې يې وروسته له هغې چې دغه هيواد ته ډير شمير مهاجر راغلل، له اطريش سره يې پر خپلو پولو کنترول ټينګ کړ. تر هغه وروسته اتريش، سويډن او ناروې هم دغه کار وکړ.

دا هم دغې موضوع ته ورته زموږ له آرشيف څخه يو انځوریز البوم: