1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په لايپڅيگ کې د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد مظاهرې

۱۳۹۶ آبان ۲, سه‌شنبه

شاوخوا ۱۵۰ کسانو د لايپڅيگ په هاله هوايي ډګر کې د یو شمیر افغانانو د اخراج پر ضد مظاهرې وکړي. دا چې د اخراجیدونکو افغانانو شمیر څومره دی، تر اوسه پوري لا یې په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره شوي.

https://p.dw.com/p/2mOog
Deutschland Proteste gegen Abschiebung von Afghanen in Böblingen
انځور: Murteza

د مظاهرې تنظیموونکو ویلي دي چې یو شمیر آلمانیانو او افغان مهاجرو په دې ځای کې مظاهره کړې. هغوی له آلمان څخه د افغانانو د «اخراج ضد» شعارونه له ځان سره لري.

د اخراج له موضوع سره اشنا سرچینو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې یوه الوتکه به د سه شنبې په ورځ ناوخته له دې هوايي ډګر څخه د کابل پر لور پرواز وکړي چې یو شمیر اخراجیدونکي افغانان به پکښې سپاره وي.

د اخراج د بهیر منقدین وایي چې د آلمان حکومت باید په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي وضعیت اوس هم کړکیچن دی او طالبان په خپلو بریدونو کې ملکي کسان په نخښه کوي، باید افغان پناه غوښتونکي بیرته خپل هیواد ته وا نه ستوي.

د آلمان د کیڼ اړخي ګوند غړي جولین نیجال، وویل: «موږ نه پوهیږو چې په دې الوتکه کې به څوک کښینول شي، خو آن مجرمان هم بايد له خطر سره مخامخ نه شي.»

خو د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو د وزیرانو مشر، د اخراج د بهیر دفاع وکړه. د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر مارکوس اولبیګ، روښانه کړه چې په جون میاشتې کې موافقه شوې وه چې یو شمیر کسان چې پکې مجرمین او رد شوي پناه غوښتونکي هم شامل دي، د افغانستان ځينو مشخصو سیمو ته استول کیدای شي.

هغه د آلمان خبري آژانس ته وویل: «دغه موافقه زما له پاره یوازې معقوله نه ده، بلکي هغه الزامي هم ده.» هغه زیاته کړې ده: «هر هغه څوک چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنې پروسیجر بشپړ شوی وي، او په آلمان کې د پاتېدو اجازه و نه لري، باید زموږ هیواد پریږدي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په جولای میاشت کې ویلي ول چې هره قضیه به په جلا ډول وڅیړي او دا چې د افغانستان ځینو برخو ته د افغان مهاجرو اخراج ممکن او معقول دی.