1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوليس د شکمن سوريايي ترهګر په لټه کي دي

۱۳۹۵ مهر ۱۸, یکشنبه

د آلمان ځانګړو امنيتي کسانو په کېمنيتس ښار کي يو کور تلاښي کړ. پلټونکو هلته زيات مقدار چاودېدونکي توکي وموندل. شکمن ترهګر له پوليسو په تېښته کي دی.

https://p.dw.com/p/2R2vs
Fahndung nach Syrer Dschaber Al-Bakr nach Sprengstoff-Fund in Chemnitz
انځور: picture-alliance/dpa/Polizei Sachsen

د آلمان په کېمنيتس ښار کي پوليسو په ځانګړو ترهګرۍ ضد عملياتو کي د يو شکمن اسلامپال په کور کي تلاښي وکړه. پوليسو په دغه اپارتمان کي په لوړه اندازه چاودېدونکي توکي وموندل. له دغو چاوديدونکو توکو څخه احتمالي بم جوړونکی او شکمن ترهګر يو سوريايي بلل سوی چي البکر نوميږي او په تېښته کي دی.

د آلمان د اړوند فدرالي ايالت جنايي ادارې ويلي چي د جابر البکر په نوم دغه ۲۲ کلن کس په ټول آلمان کي د پوليسو په کمپيوتري سيسټمونو کي د مطلوب په توګه درج سوی دی. ويل سوي چي د دغه شکمن کس درې سوريايي احتمالي په دغو افعالو کي شريک کسان نيول سوي دي. امنيتي کسانو د آلمان و خبري آژانس ته ويلي چي د دغې موضوع په تړاو نښې نښانې تر داعش پوري رسېږي.
په کېمنيس کي کنترول سوې چاودنه

په دې په تړاو کوم معلومات نه دي ورکول سوي چي د دغو چاودېدونکو توکو د چاودلو له پاره کوم احتمالي ځايونو په نښه کړل سوي ول. د دغه سوريايي په تړاو پوليسو ته معلومات د آلمان د اساسي قانون د څار استخباراتي ادارې ورکړي ول. نه اړوند استخباراتي ادارې او نه هم پوليسو د «فوکُس» په نوم د ورځپاڼي د هغه راپور په تړاو غبرګون ښودلی چي پکښي راغلي چي د ترهګرو غوښتل پر يو آلماني هوايي ډګر بمي بريد وکړي.
 

پوليسو موندل سوي چاودېدونکي توکي د مرکزي شکمن کس د اپارتمان په سیمه کي د شنبې په ورځ په يوه بجه په کنټرول سوې توګه وچاودل. د پوليسو په وينا د دغه کار له پاره يې په مځکه کي يوه کنده جوړه کړه او هلته يې دغو چاودېدونکو توکو ته په کنټرول سوې توګه چاودنه ورکړه. په دغه سيمه کي يو شمېر کسان له خپلو اپارتمانونو څخه و خوندي ځايونو ته انتقال کړل سوي ول. د پوليسو په وينا دغه چاودېدونکي توکي تر TNT باروردو زيات خطرناک ول.

د دغه موضوع وروسته په خاصه توګه د آلمان د برلين د هوايي ډګر شوينه فېلډ امنيت لا زيات ټينګ کړل سوی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.07.2016):