1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

اتمانزو احتجاج ـ د پاکستان حکومتي ادارو سره پریکون اعلان شو

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مرداد ۲۳, یکشنبه

د شمالي وزیرستان د اتمانزو قبیلې مشرانو د هدفي وژنو د مخنیوي او امن په نوم احتجاج پیل کړی او د پاکستان حکومت نه یې غوښتي دي، چې دوی ته انصاف ورکړي. پرلت کوونکو د پاکستان ځایي حکومتي ادارو سره د پریکون اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4FVnt
Pakistan | Proteste in Peschawar
انځور: Gilamn Wazir

په  شمالي وزیرستان کې د اتمانزو قبیلې مشرانو او سلګونه ځایي اوسیدونکو د تیرې تقريبا یوې میاشتې راهیسې احتجاج پیل کړی او غوښتنه یې دا ده، چې دوی ته دې د امن ژوند ورکړل شي.

احتجاج کوونکي  وایي، چې په شمالي وزیرستان کې د نا امنیو ، د هدفي وژنو د مخنیوي او د انساني حقونو نه ورکولو پر ضد راوتلي او د خپل ژوند، عزت او مال ساتنه غواړي.

د اتمانزو قبیلې یو قومي مشر ربنواز وویل، په تېرو کلونو کې په سلګونه بې ګناه خلک په هدفي بریدونو کې وژل شوې دي او لا هم دا لړۍ روانه ده، خو په حکومتي کچه یې د مخنیوي لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

هغه وویل:« ډېر ځپل شوي یو او اوس هم ژوند ته نه پریښودل کیږو. زموږ غوښتنه د امن غوښتنه ده. د سر او مال د ساتنې غوښتنه ده. پوځ او حکومت دې موږ باور راکړي، چې هدفي وژنې او نا امنۍ به زموږ له خاورې ختموي.»

یو بل قومي مشر بیت الله هم وایي،چې دوی د خپلو  خلکو د سر او مال د ساتنې له پاره غږ پورته کړی او په دې غږ کې به شمالي وزیرستان قومونه له ځان سره ملګري کوي.

نوموړي وویل: « موږ بغاوت نه دی کړی، موږ د مجبورۍ راوتلي یو، موږ ته دې انصاف راکړل شي.»

Pakistan | Proteste in Peschawar
احتجاج کوونکي  وایي، چې په شمالي وزیرستان کې د نا امنیو ، د هدفي وژنو د مخنیوي او د انساني حقونو نه ورکولو پر ضد راوتلي.انځور: Gilamn Wazir

ویل کیږي چې د شمالي وزیرستان په مختلفو سیمو کې د اتمانزو احتجاج په ملاتړ غونډې شوې دي او لا هم دا غونډې روانې دي.

دغه راز د اتمانزو قبیلې اوسیدونکو د پاکستان ځایي حکومتي ادارو سره پریکون اعلان کړی دی.

د پرلت یوه ګډونوال ګیلامن وزیر په دې اړه دویچه ویله ته وویل: « څومره چې حکومتي ادارې دي، تعلیمي، شناختي کارت دفتر، د پاسپورت ادارې او د حکومت هر څه نه خلکو په ټولیز ډول پریکون کړی دی.»

د خوست په اړه په بنو کې پرلت: تر عدالته به احتجاج دوام وکړي

 نوموړی وایي، چې د اتمانزو قبیلې پرلت د « ژوند، عزت، مال ساتنه» تر عنوان لاندې پیل شوی دی او د پاکستان څخه یې غوښتنه دا ده، چې د خلکو د وژلو مخنیوي وکړي او امنیت یې خوندي کړي.

ګیلامن وزیر زياته کړه: » د ضرب عذاب عملیاتو  وروسته  ۴۸۰ هدفي وژنې ترسره شوي او خلک د دې بندیدل غواړي. د پاکستان پوځ مشر او د پاکستان صدراعظم او واک لرونکي کسان به خلکو ته وعده ورکوي، چې نور به دا وژنې بندیږي. دا پرلت به تر هغې دوام لري، د خلکو د سر او مال ساتنې لپاره د پاکستان حکومت لاسلیک کړی ضمانت نه وي ورکړی.«

ځانمرګي بریګر پاکستاني عسکر وژلي دي

ویل کیږي، چې په حکومتي کچه د پارلماني غړو یو ګډ هئیت ټاکل شوی، چې د اتمانزو قومي جرګې سره د د هغوی د غوښتنو او احتجاج ختمولو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان په پارلمان کې د پښتنو یوه استازي او د جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د پارلمان غونډې ته په وینا کې د اتمانزو احتجاج د غوښتونو د اوریدو باندې ټینګار کړی او د دې هرکلی یې کړی، چې د احتجاج کوونکو سره د خبرو له پاره حکومتي پلاوی ټاکل شوی.

Pakistan | Proteste in Peschawar
ویل کیږي، چې په حکومتي کچه د پارلماني غړو یو ګډ هئیت ټاکل شوی، چې د اتمانزو قومي جرګې سره د د هغوی د غوښتنو او احتجاج ختمولو په اړه خبرې وکړي.انځور: Gilamn Wazir

داوړ ویلي: » نن په ټوله پښتونخوا کې ترهګري خپره شوې ده. په شمالي وزیرستان کې د ۲۶ ورځو راهیسې احتجاج روان دی او یوازینۍ غوښتنه د امن راوستل دي.«

ویل کیږي چې د پاکستان حکومتي پلاوي د اتمانزو مشرانو سره د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اگست ۱۲ نېټه) خبرې کړې دي.

د اتمانزو  قومي مشر ملک ربنواز  چې د حکومت پلاوي  سره په خبرو کې یې برخه لرله احتجاج کوونکو ته په وینا کې وویل،  حکومت سره یې خبرې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي او دوی تر هغې احتجاج ته دوام ورکوي، تر څو چې د پاکستان حکومت  په رسمي توګه د دوی غوښتنې نه وي منلې او د هواري ډاډ یې نه وي ورکړی.

پر خوست د پاکستان د هوایي برید پر ضد بنو کې پرلت

ربنواز زیاته کړه: « زه به مخکې وم، آن که مې مرمۍ په ټټر ولګیږي، موږ له مرمیو نه ډاریږو. تاسو ته وایم که موږ دا خبرې له پاکستان سره یوې پایلې ته ونه باسو، نو همداسې به ځوریږو. کومې مطالبې او غوښتنې چې تاسې لیکلي دا به زه ځای ته رسوم. د وزیراعظم له لوري دې تعهد وشي، که ژمنې د وزیراعظم په خوله وي بیا به عمل پرې وشي.»

د ځایي اوسیدونکو په وینا، د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کې   ټیلفون او انټرنیټ هم بند کړی.