1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ازبکستان د واکمن ناروغي او د دې هیواد راتلونکې

رومان گونچارينکو۱۳۹۵ شهریور ۹, سه‌شنبه

اسلام کریموف تر ۲۵ کلونو ډیر په ازبکستان کښې حکومت کړی. د هغه قدرت په روسیه کښې د پوتین په پرتله ډیر زیات دی. د دې هیواد د ولسمشر د سختې ناروغۍ په هکله راپورونو، د ازبکستان د راتلونکي په هکله پوښتني پيدا کړي دي.

https://p.dw.com/p/1JsJS
Islam Karimow Präsident Usbekistan
انځور: picture-alliance/dpa

د پنجشنبې په ورځ ازبکستان له پخواني شوروی اتحاد څخه د خپلې ازادۍ ۲۵ جشن لمانځي. که څه هم داسې ښکاري چې د دې هیواد واکمن اسلام کریموف به په دې جشن کښې ګډون و نه کړي. د یکشنبې په ورځ د دې هیواد د حکومت له خوا په یوه خبر پاڼه کښې راغلي ول چې اسلام کریموف ناروغ دی او په روغتون کښې تر درملنې لاندي دی. په لومړي سر کښې د پیښې شوې ناروغۍ په هکله معلومات نه ول ورکړل شوي خو ځینې بهرنیو خبري اژانسونو خبر ورکړې چې پر ولسمشر د زړه حمله راغلې وه.

دغه خبر د دوشنبې په ورځ د ولسمشر د لور، لوله کریموف له خوا تاید شو او په ټولنیزه شبکه کښې یې لیکلې ول چې د هغې پلار مغزی سکته کړې او په روغتون کښې تر جدي څار لاندي دی خو حالت يې د ډاډ وړ دی.

په عادي توګه په ازبکستان کښې د دې هیواد ۷۸ کلن ولسمشر د روغتیايي حالت په هکله دیر لږ معلومات ورکول کیږي. نو له همدې امله په روغتون کښې د هغه درملنه یو غیر عادي خبر دی او څارونکي داسې انګېري چې حالت جدي دی. ازبکستان چې ۳۱ میليونه نفوس لري، یو اسلامي او د طبیعي زیرمو شتمن هیواد دی او داسې ښکاري چې واک ته د رسیدو له پاره نوي کوښښونه به پیل شي.

د ولسمشر دیکتاتوري

کریموف د ۱۹۸۹م کال راهیسې هغه وخت چې هغه د کمونستاتو د ګوند سیمه ایز مشر وو، پر ازبکستان حکومت کوي. د دې هیواد له خپلواکۍ راهیسې کریموف واکمن دی. د ۲۰۱۵م کال د مارچ د میاشتې په ټولټاکنو کښې هغه شاوخوا ۹۰ سلنه رایې ترلاسه کړې وي. نړیوالو څارونکو پر دغو ټولټاکنو نیوکې کولې او ویل یې چې په ټاکنو کښې سالم رقابت شتون نه درلود.

د جرمني نړیوال او امنیتي چارو انستيتیوت غړی، اوې حال باخ وايي: «هغه د پخواني شوروي په دغه هیواد کې په ټوله معنی یو ټولواکی ولسمشر دی.» په ازبکستان کښې د څار ادارې او هیڅ راز اپوزیسیون وجود نه لري. هغه وايي چې تر ولسمشرۍ ها خوا د هغه واک د روسیې په پرتله هم ډیر پراخ دی.

اوس د هغه د ممکنه ځای ناستي ځای پرانیستی دی او د حال باخ په څیر نور کارپوهان خبردارۍ ورکوي چې په کور دننه به سیاسي کړکیچ رامنځ ته شي. په ځینو بهرنیو رسنیو کښې د ولسمشر د ناروغۍ عواقب په هکله اوازې مخ پر ډېرېدو دي.

که چیرته ولسمشر خپل کار ته ادامه ور نه کړي، حال باخ په دې باور نه لري چې دهغه له کورنۍ څخه به څوک واک ته ورسیږي. ځکه د ازبکستان د ولسمشر مشره لور، ګل ناره واک ته د رسیدو په هڅه او په جنجالي سوداګریزو کړنو تورنه ده. هغه داسې فکر کوي چې د ولسمشر د حلقي نږدې کسان کیدای شي د هغه ځای ناستی شي او ډیر امکان لري چې د دې هیواد لو مړی وزیر، شوکت میرزایوف به ممکنه کاندید وي.

د روسيې او چین اغېز

تر خپلواکۍ وروسته د پخواني شوروي اتحاد د نورو هیوادونو په شان دې هیواد هم د ختیځ او لویدیځ هیوادونو سره اړیکې درلودې. که څه هم څارونکي په دې باور دي چې په ازبکستان کښې په وروستیو کې د روسیې اغېز مخ پر ډیریدو دی. د روان کال په اپریل میاشت کښې کریموف مسکو ته سفر وکړ او له ولسمشر پوتین سره یې ولیدل. ازبکستان لا هم د شنګهای د همکاریو سازمان غړی هیواد دی او په تیره جون میاشت کښې ازبکستان د دغه سازمان مشري او کوربه توب وکړ.

اوس مهال د ازبکستان په چارو کښې چین او روسیه دوه هیوادونه دي. حال باخ وايي چې په جون میاشت کښې کریموف د ازبکستان په مرکز کښې د چینایې کمپنۍ له لورې رغول شوې د ریل یوه پټلۍ هم پرانیستله.

د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د مرمۍ ضد موټر

غربي هیوادونه په دې سیمه کښې ډیره علاقه مندي نه ښيي. جرمني د ۲۰۱۵م کال په سمبر میاشت کښې له ترمز هوایې اډې څخه کار اخیستل ودرول. دغه هوايې اډه په افغانستان کښې د میشت الماني عسکرو د لیږد له پاره کارول کیده. امریکا متحدو ایالاتو لس کاله مخکې خپل نظامي حضور په ازبکستان کښې پای ته ورساوه. په ۲۰۰۵ م کال کښې په ازبکستان کښې د امریکا په شتون لاریون ترسره شو چې ۱۸۰ کسان پکښې ووژل شول.

داسي ښکاري چې واشنګټن نه غواړي خپل ټول اغیز په دې هیواد کښې له لاسه ورکړي. تیر کال امریکا ازبکستان ته تر۳۰۰ زيات د مرمۍ ضد نظامي موټر ورکړل. د ازبکستان اسلامی ګوند له داعش سره خپل ملاتړ اعلان کړی او له افغانستان څخه خپلې چارې پرمخ بیايي.

د دوی یوه موخه د ازبکستان د حکومت رانسکورل دي. حال باخ وړاندوینه کوي چې دغه افراطي اسلامپال په ازبکستان کښې ډیر لږ ځواک لري او زیاتوي چې کریموف د هغوي زیاتره مشران له منځه وړي دي.