1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اساسي قانون په محکمه کې د پناه غوښتنې شکایتونه ډیر شوي

۱۳۹۶ اسفند ۳, پنجشنبه

په آلمان کې د اساسي قانون محکمه پر دې حساب کوي چې د مهاجرت او پناه غوښتنې د پیښو په تړاو به ګڼ شمیر شکایتونه دغې محکمې ته راجع شي. د تیر کال په ترڅ کې ډیری راجع شوې دوسیې، پر اخراج کیدونکو افغان مهاجرینو پورې تړاو لري.

https://p.dw.com/p/2t9Lo
Bundesverfassungsgericht in Karlsruhe
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د آلمان د اساسي قانون د محکمې مشر اندریاس فوسکوله په دې هکله ویلي چې: «موږ په دې حساب کوو چې بیا به هم د شکایتونو شمیر ډیر زیات شي، ځکه چې تر اوسه پورې د محکمې په ښکته شعبو کې تر اوسه هم ۲۵۰ زره دوسیې د انتظار په حال کې دي.»

د دې سربیره یادې محکمې د ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې د مهاجرینو اړوند یوازې ۳۹۹ شکایتونه څیړلي دي. د [پریکړې] د بیا کتنې او دغو شکایتونو له ډلې څخه چې د تیر کال په ترڅ کې یادې محکمې ته راجع شوي، ډیری یې افغانستان ته د اخراجیدونکو افغان مهاجرینو پورې تړلې دي.

فوسکوله په دې هکله وویل چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د قضاوت په تړوا، د محکمې قاضیان اړ دي چې له مختلفو سرچینو څخه ګټه پورته کړي، ځکه چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت د ارزونې رپوټ لا هم وړاندې شوی نه دی.

د تیر کال په دسمبر میاشت کې د آلمان حکومت اعلان وکړ چې دوی افغانستان وضعیت له سره ارزوي او په دې هکله به بشپړ او هر اړخیز رپوټ حکومت ته وړاندې کړي.

د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په هکله د آلمان دحکومت رپوټ، د دې هیواد د مهاجرت او پناه غوښتنې د ادارې یا بامف او همدا راز په آلمان کې د محکمو د قاضایانو له پاره ډیر مهم دی. دوی اړ دي چې د همدې رپوټ د پایلو په پام کې نیولو سره د افغان پناه غوښتونکو د درخواستونو او همدا راز افغانستان ته د افغانانو د اخراج په هکله پریکړه وکړي.

د آلمان فدرالي حکومت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ځینې خوندي ځایونه وجود لري چې خلک کولی شي هلته ژوند وکړي. په عین وخت کې په دې هکله شک او تردیدونه هم موجود دي او په جنګ کې ښکیل افغانستان ته د افغان مهاجرینو د اخراج مسئلې تل په آلمان کې بحثونه راپارولي او ور باندې نیوکې شوي دي.

له آلمان څخه د افغانانو د اخراج پروسه ـ انځوريزه کرونولوژي: