«زوی مې افغانستان او پاکستان ته تر سفر وروسته بد شو»
۱۳۹۵ مهر ۲, جمعهمحمد رحمي، له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره د جمعې په ورځ په یوې تلیفوني مرکه کې وویل چې د زوی په شخصیت کې یې په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان او پاکستان ته تر سفر وروسته، ډیر بدلون راغی.
د محمد رحمي، زوی احمد خان رحمي، په وروستیو کې په نیویارک کې یوه چاودنه وکړه او له خوا یې دوه نور ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي مخکې له چاودنې د چارواکو له خوا وموندل شول.
محمد رحمي ویلي دي چې تر دې سفر وروسته یې زوی د پخوا په څیر نه وو. د هغه په خبره زوی یې «بد» شوی وو او دی نه پوهیده چې د دې بدلون لامل څه ده. خو پر دې سربیره هم هغه ټینګار کړی دی چې دغه موضوع یې د امریکا د څیړنو فدرالې ادارې یا FBI ته رسولې وه.
محمد رحمي ویلي دي چې باور نه لري چې FBI دې د احمد خان رحمي پر ضد هغه وخت په کوم اقدام لاس پورې کړی وي. هغه وروستۍ چاودنې غندلې دي او روښانه کړې یې ده چې دی او نوره کورنۍ یې اوس په شاک کې دي.