1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرینو الوتکه د فرانکفورت نه د کابل په لور والوتله

۱۳۹۶ آذر ۱۵, چهارشنبه

د یو شمیر افغان رد شوو مهاجرینو الوتکې نن د چهارشنبې په ماښام د آلمان له فرانکفورت هوايي ډګر څخه د کابل په لور پرواز وکړ. په دې ډله مهاجرینو کې زیاتره د آلمان د هسن او بایرن له ایالتونو څخه افغان مهاجرین شامل وو.

https://p.dw.com/p/2ou2w
Deutschland Abschiebung von Flüchtlingen in München
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

نن د چهارشنبې ورځې په ماښام (دسمبر میاشتې په ۶ نیټه) د افغان رد شوو مهاجرینو یوه ډله د آلمان له فرانکفورت هوايي ډګر څخه د کابل په لور انتقال شول. ویل کیږي چې دا ځل ۲۷ تنه افغان رد شوي مهاجرین له آلمان څخه کابل ته لیږدول کیږي.

د فرانکفورت له هوايي ډګر څخه د دې الوتنې څخه څو ساعتونه وړاندې د ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ پورې لاریون کوونکي د دې هوايي ډګر مخې ته راټول شوي وو او له دې اقدام سره یې خپل مخالفت څرګند کړ. دوی د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کوله چې د افغان رد شوو مهاجرینو اخراج دې ژر تر ژره بند کړي.

د افغان مهاجرینو د اخراج په هکله غبرګونونه

دا په داسې حال کې ده چې د همدې اونۍ په ترڅ کې په آلمان کې ګڼ شمیر پیلوټانو افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرینو د الوتکې له الوزولو ډډه کړې وه او نه یې غوښتل چې په دې پروګرام کې برخه واخلي.

Demo gegen geplante Abschiebung am Frankfurter Flughafen
په آلمان کې څو ځله د افغان مهاجرینو د اخراج پر ضد لاریونونه شويانځور: Getty Images/AFP/D. Roland

د هغو معلوماتو له مخې چې د آلمان حکومت، په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند د غوښتنې په ځواب کې وړاندي کړي دي، د اخراجي مهاجرو ۲۲۲ پروازه د پيلوټانو له خوا ځنډول شوي دي. دغه پيلوټان نه غواړي چې افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج په جنجال کي ونډه ولري.

بل لوري ته بیا د رد شوو مهاجرینو موضوع لا هم د آلمان په سیاست کې ډیره توده ده. د آلمان حکومت د مهاجرینو د داوطلبانه بیرته تګ د موضوع د تشویق له پاره یو لړ تازه پروګرامونه هم پیل کړي چې په دې ترڅ کې دغو مهاجرینو ته د ډیرو مالي امکاناتو د ورکړې موضوع هم یو نوی اقدام دی.

په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته تګ

د آلمان د کورنيو چارو وزارت وايي چي د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ مياشتي تر ۲۸مې نېټي به د رد سوو پناه غوښتونکو سره اضامي مالي مرستي وکړي. خو دغه مرستي به د هغو پناه غوښتونکو له پاره وي چي په رضاکارانه توګه له آلمان څخه خپل هيواد ته ستانه سي.

د کورنيو چارو د وزارت په وينا د دغه پروګرام له مخي به د بېلګي په توګه هر کس وکولای سي چي په خپل هيواد کي د «بېرته ادغام» له پاره ۳۰۰ يورو مرسته وغواړي. د دې تر څنګ به کورنۍ وکولای سي چي په خپل هيواد کي د خپل کور د ترميم له پاره، د کرايې له پاره، د بنسټيزه کورني سامان لکه پخلنځي له پاره سامان او د ورته څيزونو له پاره د آلمان له اړونده ادارې څخه پيسې وغواړي. دغه مرستي د کورنۍ له پاره تر ۳۰۰۰ يورو پوري او د مجردانو له پاره تر ۱۰۰۰ يورو پوري حجم درلودلای سي..

له افغان مهاجرینو د پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتنه

د دې ټولو سربیره، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دویچه ویله په مرکز کې د یوې مرکې په ترڅ کې له اروپايي هیوادونو مننه وکړه چې افغانانو ته د اوسیدو امکانات برابروي.

Deutsche Welle Bonn | Hamid Karzai, ehemaliger Präsident Afghanistans
حامد کرزي له افغان مهاجرینو وغوښتل چې د کوربه هیوادونو قوانین مراعات کړيانځور: DW/F. Görner

نوموړي همدا راز په دې مرکه کې وویل چې هغه افغانان چې دلته یعنې په اروپا کې رد کیږي، باید په هسکه غاړه بیرته خپل وطن ته ولاړ شي او خپل هیواد جوړ کړي. هغه همدا راز ویلي چې هغوی چې دلته په آلمان یا نورو اروپايي هیوادونو کې د پاتې کیدو اجازه ترلاسه کوي باید د دې هیوادونو قوانینو ته درناوی وکړي او عملي یې کړي.

په عین وخت کې بیا د آلمان د حکومت د دې اقداماتو پر وړاندې ګڼ شمیر مهاجرین پلوه او خیریه سازمانونه نیوکې کوي او وايي چې افغانستان خوندي نه دی نو له دې کبله دې آلمان د افغان مهاجرینو د اخراج په هکله بیا کتنه وکړي.

د بخښني نړیوال سازمان د شمیرو له مخې د ۲۰۱۶م کال له اکتوبر میاشتې راهيسي ۱۳۲ تنه افغان مهاجر چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، له آلمان څخه اخراج شوي دي. یاد سازمان د آلمان په پلازمینه برلین کې ویلي دي چې د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره، دې هیواد ته د مهاجرو اخراج د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول او غیر مسوولانه اقدام دی.

د اروپا د بشري حقونو کنوانسیون هغو هیوادونو ته چې پکې د بیرته لیږل کیدونکو کسانو ژوند ته خطر وي، منع ګرځولی دی. تیر کال په افغانستان کې نږدې ۱۱ زره او ۵۰۰ افغانان وژل یا ټپي شوي دي. پر دې سربیره د روان میلادي کار له پیله تر سپتمبر میاشتې پوري تر ۸ زرو ډیر افغانان د زور زیاتیو قرباني شوي هم دي.

د افغان مهاجرینو د اخراج په هکله یو انځوریز رپوټ زموږ له آرشیف څخه: