1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان رد شویو پناه غوښتونکو یو بل پلان شوی پرواز لغوه شو

۱۳۹۶ تیر ۲۹, پنجشنبه

آلماني رسنیو رپوټ ورکړی چې د افغان رد شویو پناه غوښتونکو یو بل پلان شوی پرواز چې باید افغانستان ته رسیدلی وای، هم لغوه شوی دی. نزدې یوه میاشت مخکې هم د افغان رد شویو پناه غوښتونکو یو پرواز لغوه شوی وو.

https://p.dw.com/p/2gqTJ
Symbolbild Abschiebung Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د فونکه په نوم د رسنیو ډلې د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې یوه الوتنه چې د رواتلونکې اوونۍ له پاره پلان شوې وه ترڅو یو شمیر افغان رد شوي پناه غوښتونکي بیرته کابل ته ولیږدوي، لغوه شوې ده.

دې رسنې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې دغه چارتر الوتکې ته په کافي شمیر رد شوي پناه غوښتونکي نه وو راټول شوي. رسنې روښانه کړې ده چې د کورنیو چاور فدرال وزارت په دې اړه ایالتي د کورنیو چارو وزارنو ته لیک هم استولی دی.

د فونکه د رسنیو ډلو رپوټ ورکړی دی چې دغه کار کیدای شي په کابل کې د آلمان د سفارت د کار له کم ظرفیت سره هم تړاو ولري. په کابل کې د آلمان د سفارت د کار ظرفیت تر یوه خونړۍ برید وروسته یو څه محدود شوی دی.

د مې میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د آلمان سفارت ته نژدې یوه چاودنه وشوه چې له کبله لږ تر لږه ۱۵۰ کسان ووژل شول. تر دې پیښې وروسته آلمان اعلان وکړ چې افغانستان ته د رد شویو کډوالو د بیا استولو بهیر به د یو څه مودې له پاره وځنډوي.

خو آلمان بیا ټینګار کړی دی چې د مجرمو، خلاف کارو او داسې مهاجرو د اخراج لړۍ به دوام ومومي چې د خپل هویت په تشخیص کې مرسته نه کوي.

له آلمان څخه د افغان رد شویو پناه غوښتونکو اخراج، یوه جنجالي موضوع پاتې شوې ده دا ځکه چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان امنیتي وضعیت د ښه کیدو پر ځای و خرابیدو په لور لور روان دی.