1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان په سرحدي نښته کي يو پاکستانی سرتيری وژل سوی

۱۳۸۹ بهمن ۱۵, جمعه

افغان او پاکستاني چارواکي وايي چي نن د دواړو هيوادونو په ګډه پوله کي د هغوی د سرحدي سرتيرو ترمنځ ډزي رد او بدل سوي دي.

https://p.dw.com/p/QxZT
پاکستاني ځواکونه د افغانستان سرحد ته نژدې د ګښت پر مهال
پاکستاني ځواکونه د افغانستان سرحد ته نژدې د ګښت پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

په خوست کي د دويچه ويلي المان ږغ راډيو خبريال وايي چي د خوست ولايت د ګریزو ولسوالۍ د غلام خان په سيمه کي د دواړو هيوادونو د وسلواو ځواکونو تر منځ سخته وسله واله نښه سوې.

د خوست ولايت د سرحدي پوليسو قوماندان، جنرال امرګل منګل نښته تايد کړې او پاکستاني سرتيري يې ملامت ګڼلي. هغه خبري آژانسونو ته ويلي چي:

« په سيمه ايز وخت11 بجو په شا او خوا کي پاکستاني سرتيرو چي په وزيرستان کي پوله ته نژدې ځای پر ځای دي په درنو اوسپکو وسلو سره زموږ پر سرحدي پوليسوډزي پيل کړې. بيا زموږ سرتيرو هغوی ته مقابل ځواب ورکړ.»

فرانس پريس آژانس په پيښور کي د يوه پوځي چارواکي له خولې ليکي چي په دې پيښه کي يو پاکستانی سرتيری وژل سوی او درې نورټپيان دي.

ددغه پوځي چارواکي چي هويت يې ندی ښودل سوي ويلي دي:« افغان ځواکونو زموږ پر څو سرحدي چوڼيو د هاوانونو ډزي وکړې. په نتيجه کي يو عسکر وژل سوی او درې نور ټپيان دي. موږ د هغوی د حملو ځواب ورکړ او زموږ سرتيرو د توپخانو او هاوانونو څخه کار واخيستی.»

د خوست ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاقزی دويچه ويلي المان ږغ راډيو ته وويل چي تر ډيره وخته دواړو خواوو يو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزي کولې.

هغه ويلي چي افغان سرحدي ځواکونو هيڅ تلفات نه لري

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل