1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان خاورې څخه په پاکستان کې د امريکايانو هوايي فعاليتونه

۱۳۸۷ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

د فرانسپرس آژانس په خپل پروني رپوټ کې د پاکستاني چارواکو له قوله راوړي، کله چې د امريکې تر قومانده لاندې په افغانستان کې موجودو بهرنيوځواکونو جنگي څرخي الوتکې، له افغانستان څخه د پاکستان پولې ته ورنږدې شوې، ډزې پرې شوې.

https://p.dw.com/p/FJA8
انځور: AP

امنيتي افسرانو په ډاگه کړې، د يکشنبې په ورځ د تيري او کومې حملې ډار پاکستاني ځواکونه او قبايلي کسان دې ته اړايستل چې خپلې وسلې فير کړي، خو د پاکستان پوځي وياند، د امريکې د پوځ وزارت پنتاگون او هم په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو د دې پېښې له منځ ته راتگ څخه انکار کړی.

د ټوپکو ډزې د جنوبي وزيرستان له قبايلي سيمې نه قريب 100 متره ليرې پيل شوې، او دا هغه ځای دئ، چېرته چې د القاعدې او طالبانو د جنگيالو د موجوديت گمان وړل کيږي. په دې پېښه کې چا ته کوم ځاني زيان نه دئ رسېدلی.

يوه ځايي افسر ويلي دي: د امريکې تر قومانده لاندې نړيوال ځواکونه په څرخي الوتکو کې د پاکستان پولې رانږدې شول او هڅه يې کوله چې د پاکستان سيمې ته ورننوزي، مگر ورباندې د پاکستاني عسکرو لخوا ورباندې ډزې پيل او دوی يې بېرته شاتگ ته مجبورکړل.

يوه په سيمه کې مېشته نظامي افسر هم د فرانسپرس آژانس ته د دې واقعې د پېښېدنې تائيد کړی دئ او ويلي يې دي: ډزې وشوې خو زموږ عسکرو پکې برخه نه درلوده. ډزې آورېدل کېدلې مگر د پاکستان پر پوله باندې د تيري کومه نخښه نه ده ليدل شوې.

په سيمه کې موجود يوه دوهم امنيتي افسر زياته کړې، قبايلي خلکو هغه وخت په فيرونو بريد وکړ، کله چې پاکستاني قطعو ځايي خلکو ته د خطر او حملې څخه د ځان ساتنې اشاره ورکړه.

خو د پاکستان پوځي وياند تورنجنرال اطهرعباس د يکشنبې په ورځ دا خبره ردکړېده، چې دا ډول کومه واقعه د منځ ته راغلې وي او څرگنده يې کړه: دا رپوټونه درست نه دي. موږ هر څه وڅېړل، هلته په سيمه کې يوه سرحدي قطعه پرته ده. هېڅ کومه څرخي الوتکه زموږ خوا ته له سرحه نه نه ده راوښتې او نه زموږ ځواکونو ورباندې ډزې کړېدي.

يو ډير شمير پاکستاني عسکر په سرحد کې ځای په ځای شوي دي
يو ډير شمير پاکستاني عسکر په سرحد کې ځای په ځای شوي ديانځور: picture-alliance/ dpa

په واشنگټن کې د پنتاگون وياند بريان وايټمن Bryan Whitman هم څرگنده کړې چې: داسې څه نه دي پېښ شوي، او زه هېڅ داسې نظامي عملياتي دنده نه شم موندلی چې له دې خبر سره سروخوري. ده زياته کړې: زه هېڅ داسې راپور نه شم موندلی چې پر څرخي الوتکو باندې پر ډزوکولو دلالت وکوي.

فرانسپرس وړاندې ليکي، دا پېښه په سرحدي سخته لانجمنه سيمه کې، يوه اونۍ وروسته له هغه څخه منځ ته راځي، کله چې پاکستان پر امريکايي ځواکونو باندې دا پړه وراچوي، چې پر هغه ځای باندې يې له خپلې مستقيمې حملې سره ١٥ تنه ملکي کسان له منځه يوړل.

د افغانستان په بگرام کې مېشته امريکايي ټلوالې هم ويلي دي چې د يکشنبې له پېښې څخه خبر نه لري. د هغوی په اطلاعاتي څانگه کې يوه افسر په ډاگه کړې: زموږ څرخي الوتکې تر سرحده پورې عادي الوتنې کوي، خو هېڅکله يې دا کوشش نه دئ کړی، چې د هغه هېواد له پولو ورواوړي. زموږ له داسې پېښې څخه تر اوسه پورې هېڅ کوم رپوټ نه لرو.

امريکايي او افغان چارواک همدا نارې وهي، چې قبايلي سيمې د طالبانو او القاعدې پټنځايونه جوړوي او په 2001 ميلادي کال کي د طالبانو له راپرځېدنې وروسته يې هلته سنگر نيولی دئ.

دا گمان هم کيږي چې د القاعدې مشر اوسامابن لادن او مرستيال يې ايمان الظواهري په قبايلي غرنيو سيمو کې پټ دي. پاکستان د يکشنبې په ورځ هوډ وکړ، چې د هغه هېواد پر هوايي حريم باندې به د تېري او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ورتگ په صورت کې کلکه دفاع کوي.

د امريکې بې پيلوټه الوتکو څو ځله قبايلي سيمې په راکټونو ويشتلې او گڼ شمېر ملکي کسان يې وژلي دي، کوم څه چې د نړيوال تروريزم پر ضد د ملگرو مبارزه کوونکو تر منځ د تاوتريخوالي سبب شوی دئ.

د ملکي خلکو وژنې سيمه راپارولې او د پاکستان حکومت يې له جنجال سره مخامخ کړی، کوم چې هسې هم له وسله والو حملو سره لاس په گريوان دئ او يواځې تېر کال يې 1200 خپل وگړي په چاودنو او ځان مرگي گذارونو کې له منځه تللي.

د پاکستان پوځ، کوم چې پخپله په سرحدي سيمو کې له طالبانو او القاعدې سره په شخړه بوخت دئ، پر امريکه باندې مخکې هم دا نيوکه کړې، چې په خپل يو اړخيز عمل سره د هغه هېواد پر حريم او خپلواکۍ باندې تعرض کوي.